1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اس ۴۰۰ توغندیو سیستم: ترکیه یې ولې غواړي او څه دي پکې؟

۱۳۹۸ تیر ۲۲, شنبه

ترکیه به لومړنی او تر اوسه پورې د ناټو د غړو هیوادونو په ډله کې یواځینی هیواد وي چې د اس ۴۰۰ په نامه د توغندیو دفاعي پرمختللی سیستم وکاروي. د دې وسلې ارزښت په څه کې دی او ولې یې ترکیه له امریکا سره د اړیکو په بیه غواړي؟

https://p.dw.com/p/3M1xK
Russland S-400 Triumf
انځور: picture-alliance/dpa/S. Malgavko

د واشنګټن د سختو انتقادونو سربیره، روسیې ترکیې ته د اس ۴۰۰ ډوله د دفاعي سیستم د توغندیدو د یو شمیرو برخو د لیږدولو لړۍ پیل کړې ده. امریکا متحده ایالات ویره لري چې که چیرته ترکیه د اس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم او د ایف ۳۵ ډوله امریکايي جنګي جټ الوتکې په ګډه وکاروي، ښايي مسکو په دې توګه د پرمختللو ایف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکو په هکله پټ معلومات ترلاسه کړي. امریکا تر دې وړاندې ترکیه له مسکو څخه د یاد دفاعي سیستم د رانیولو له کبله په اقتصادي بندیزونو ګواښلې وه خو ترکیې بیا دغو ګواښونو ته پام نه دی کړی.

Russisches Flugabwehrsystem S-400 für Türkei
انځور: picture-alliance/dpa/Russian Defence Ministry

اس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم چې په ناټو کې SA-21 په نامه پیژندل کیږي، د الوتکو د دفع کولو یو پرمختللی سیستم دی چې کولی شي تر شاوخوا ۴۰۰ کیلو مترو واټن او شاوخوا ۲۷ کلیومتره په فضا کې لوړ اهداف په نخښه کړي. دغه دفاعي سیستم چې په ۲۰۰۷م کال کې معرفي شوی دی، ګرځنده دی او د کنترول کولو یو مرکز او همدا راز د ویشتلو ځینې نور عناصر هم لري چې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د انتقال وړتیا لري. له دوی څخه هر یو یې د ۱۲ ویشتونکو مرکزونه لري. روسیه دغه دفاعي سیستم ته د هوايي دفاع په برخه کې د یوه کلیدي سیستم په سترګه ګوري او د روسیې پوځ دغه راز سیستمونه په کریمیا او سوریه کې ګمارلي دي.

دغه دفاعي سیستم د الماز آنتي په نامه په روسیه کې د وسلو یوه داخلي شرکت جوړ کړی چې په اوکراین کې د روسیې د کاریدو له کبله د امریکا متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې د اقتصادي بندیزونو سبب هم ګرځیدلی دی. د اس ۴۰۰ په نامه دغه توغندويي سیستم د جنګي جټ الوتکو، کروز توغندیو، بالستیک توغندینو او بې پیلوټه الوتکو د لمنځه وړلو له پاره جوړ شوی دی. روسي رسنۍ ادعا کوي چې اس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم د امریکا متحده ایالاتو او د فرانسې له دفاعي سیستمونو پرمختللی دی.

S-400 Flugabwehrraketenregiment auf der Krim im eingesetzt
انځور: picturealliance/A. Pavlishak/TASS/dpa

د انګلستان په برمنګهم پوهنتون کې د پوځي چارو کارپوه ریچارد کانولي د دویچه ویله آلمان غږ د روسیې څانګې ته په خپلو خبرو کې ویل: «روسان او پخوانی شوروي اتحاد د توغندیو د ټکنالوجۍ په سیستمونو کې تل مخکښ دي. د دې کار دلیل دا وو چې امریکا متحده ایالاتو او غرب ښې الوتکې تولید کړي دي.» کانولي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د اس ۴۰۰ ډوله دفاعي سیستم د امریکايي «پټریوټ ۲» دفاعي سیستم په پرتله لږ تر لږه دوه برابره ارزانه دی.

امریکا متحده ایالاتو ته زیګنال

د رسنیو د رپوټونو په حواله ترکیې د یاد روسي دفاعي سیستم د رانیولو له پاره لږ تر لږه ۲،۵ میلیارده ډالر پیسې مصرف کړي دي. په مسکو کې د پوځي چارو کارپوه الکسندر ګولز هم په دې باور دی چې د ترکیې له لوري د اس ۴۰۰ ډوله روسي توغندیو سیستم رانیول «یوازې یوه سیاسي» پریکړه وه. خو بیا هم نوموړی باور لری چې دا په اصل کې امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو ته د [ترکیې] د دفاع په موخه د ځمکني بشپړتیا د یوه اقدام «زیګنال» دی.

Russland S-400 Triumf
انځور: picture-alliance/dpa/V. Nevar

ترکیه اوسمهال تر چین وروسته په نړۍ کې دوهم هیواد دی چې روسیه ورته د اس ۴۰۰ ډوله توغندیو د سیستم ځینې برخي استوي. که څه هم په ۲۰۱۷م کال کې چین ته اس ۴۰۰ ډوله توغندیدو د خرڅلاو پیښې دومره انعکاس ونه موند، ځکه چې هغه کښتۍ چې د یاد دفاعي سیستم برخې یې انتقالولې په یوه سمندري توپان کې ګیر شوې وه چې په پایله کې یې د توغندیو ځینو برخو زیان هم لیدلی وو. روسیې بیا تر دغې پیښې وروسته، زیانمې شوې برخې تبدیلې کړې وې.

سربیره پر دې هندوستان هم له وړاندې نه له روسیې سره د ۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت د یاد دفاعي سیستم د اخیستلو یو تړون لاسلیک کړی او اوسمهال یې د انتقال له پاره شیبې شماري. د هند سربیره یو شمیر خلیجي هیوادونو هم د اس ۴۰۰ روسي دفاعي سیستم د اخیستلو په برخه کې خپله علاقه څرګنده کړې ده.

Roman Goncharenko /kh-awa

زموږ له آرشیف څخه: