1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپایې اتحادیي د مهاجرت پر سیاست نیوکې

آژانسونه/ ش.ن۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

اروپایې اتحادیه له افریقایې حکومتونو سره د داسې یوې موافقې پر سر کار کوي چې له مخې یې په سیمه کې له مهاجرت سره مبارزه وشي. خو دغې موافقې تاوده بحثونه راپورته کړي دي. د یوې څیړنې پایلې ښیې چې دا کار ډیر وخت نیسي.

https://p.dw.com/p/1J80Y
انځور: Reuters/I. Zitouny

یوه افریقایې ځوان مهاجر خپل نظر په دې جملې سره فورمول بندي کوي: «که زه په خپل هیواد کې پاته شم سل په سلو کې مرم، خو اروپا ته د مهاجرت په صورت کې دا احتمال یوازې تر۵۰ سلنه پاتيږي.»

کارپوهانو د یوه سمپوزیم په ترڅ کې د آلمان او اروپا د کډوالۍ سیاست په هکله خپل نظر شخصي نظرونه وړاندي کړي دي. د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون گوند "Die Linke". یا کیڼ اړخو، دغه بحث راپورته کړی وو.

د دغه بحث اصلي موضوع د خرطوم او رباط پروسس یا بهیر په نوم د مهاجرو په برخه کې له ختیځ او لویدیځو افریقایې هیوادونو سره د اروپايي اتحادیې د گډې همکارۍ اعلان شوي موافقه وه.

د مهاجرو د مخنیوي د دغې موافقې د بریالیتوب له پاره اروپا باید پيسې ورکړي او د نه همکارۍ په صورت به پر دغو هیوادونو بندیزونه ولگول شي او سوداگریز محدودیتونه به پرې وضعه شي. انتقاد کوونکي دا له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې د شخړیز تړون یوه کاپي بولي، چې د مهاجرو بیرته ستنولو ته لاره اواروي.

واضح جوابونه نه شته

د دغه سمپوزیم مرکزي پوښتنه دا وه چې آیا دا ممکنه ده چې له اروپا څخه تیښته او د مهاجرت حرکتونه له اروپا څخه کنترول کړای شي؟ د "Bayrischer Flüchtlingsrat", سازمان څخه د شټیفن ډون والد، جواب منفي دی.

والد، چې پر دې موضوع یې یوه څېړنه تنظیم کړی وه له دویچه ویله سره په یوه ځانگړی مرکه کې ویلي دي: «د هغې تجربې له مخې چې موږ له رباط پروسس څخه چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې جریان لري ترلاسه کړې ده، ځيني وختونه ډیر او ځنې وختونه کم ښه نتیجه ورکوي. د مالي او سینیگال په څیر هیوادونو ته د مهاجرو له خوا له بهرنیو هیوادونو څخه تر هغه ډیري پیسې راځي، لکه د اروپايي اتحاديې د مهاجرت بهیر پر ضد د مبارزې له پاره چي دغو هیوادونو ته ورکول کیږي. دلته باید د اروپایې اتحادیې له خوا ډیر ښه وړانديزونه وشي، څو مالي ووایې، ښه ده موږ نو اوس د مهاجرت بهیر محدودوو او له اروپایې اتحادیې سره همکاري کوو.»

یوه بله نیوکه له بشري حقونو سره چلند دی. آلماني رسنیو تیره میاشت د آلمان د پرمختیایې سازمان پر شخړیزې موافقې GIZ یا نړیوال گډې همکارۍ ټولنې یو رپوټ خپور کړ. په دغو مرستو کې د نورو تر څنگ باید په سوډان کې د سرحدي امنیت پروژې تمویل او د دغه هیواد امنیتي ځواکونه باید تجهیز شوی وای.

همدارنگه د «سوډان او سویل سوډان فورم» له بنسټ څخه مارینا پټر، له دغې حوزې سره ښه بلدتیا لري. نوموړۍ پر دغې پروژې انتقاد کوي: «له بده مرغه موږ دې نتیجې ته رسیدلې یو، هغه بشري حقونه چې په آلمان کې یې تبلیغ کیږي، په مخ پر زیاتیدونکي ډول د امنیت او ثبات له پاره د گډې همکارۍ په نوم قرباني کیږي.»

د پرمختیایې سیاست په برخه کې د کیڼ اړخې گوند ویاند نیما موواسات، هم دې ته ورته نظر لري. نوموړی زیاتوي: «د پاملرنې وړ خبره ده چې اوس د جنوبي سوډان له هغه حکومت سره د دومره نږدې همکارۍ غوښتنه کیږي، چې پخوا به د بشري حقونو پر پښو لاندی کولو له امله ردیده او اوس دغه رژیم په ناببره توگه ډیر ښه شو.»