1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا په پارلمان کې مخکښ ګوندونه به کوم وي؟

۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبه

په ټوله اروپايي اتحاديه کې نظرپوښتنې شوې دي. د دغو اټکلونو له مخې کوم ګوندونه مخکښ دي؟

https://p.dw.com/p/3J7s4
Symbolbild | Europawahlen 2019
انځور: Getty Images/S. Gallup

۰۴:۵۸ په نيدرلند (هالنډ) کې کارګر ګوند (PvdA) د لومړنيو پايلو له مخې مخکښ وو چې ۱۸.۱ سلنه رايې يې اخيستې په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې يې ايله ۹.۴ سلنه رايې خپلې کړې وې. د نيدرلند د لومړي وزير مارک روته د خلکو د آزادۍ او دموکراسۍ ګوند (VVD) د اټکلونو له مخې دويم ځای او ۱۵ سلنه رايې وګټلې چې د تېرو ټاکنو په پرتله ۳ سلنه زياتوالی ښيي. ښي اړخي د آزادۍ ګوند په ۲۰۱۴ کال کې ۱۳.۳۲ سلنه رايې اخيستې وې چې دا ځل يې يوازې ۴.۱ سلنه رايې ښايي تر لاسه کړې وي. 

۰۴:۵۴ د اروپا د خلکو ګوند (EEP) ښايي د اروپا په پارلمان کې ۱۶۳ چوکۍ او تر ټولو زياته برخه تر لاسه کړي. دغه اټکل د اينفراتېست ديمپ په نوم بنسټ کړی دی. د اروپايي سوسياليستانو ګوند به ښايي ۱۴۷ چوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې ليبرال ALDE ډله ښايي ۹۶ چوکۍ خپلې کړي. د ډېرې ښي اړخي EAPN ډلې ګوندونه ښايي ۷۲ چوکۍ او د اروپا په پارلمان کې ډېر نفوذ ولري چې دا هم د اينفراتېست ديمپ اټکل دی.  

es/rc (AP, AFP, dpa, Reuters)/ن ص