د اروپا پر پولو د پناه غوښتنې د ارزولو پر وړاندیز نیوکې شوی
۱۳۹۸ آبان ۸, چهارشنبهد فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د هغه وړاندیز مخالفت کړی دی چې د اروپایي اتحادیې پر بهرنیو پولو دې د پناه غوښتنې د قضیو په هکله تصمیم ونیول شي.
د پرو ازول سازمان مشر ګونتر بورکهاردت، د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی پر پولو په ډله ایزه توګه دغه ډول کړنلاره ردوي. د هغه په خبره د زیهوفر طرحه «د قانون حاکمیت کمزوری کوي».
بورکهاردت په خپلو څرګندونو کې دې ته اشاره کړې چې اغیزمن کسان به د اروپا پر باندنیو پولو د پناه غوښتنې په ترڅ کې قانوني نمایندګۍ یا مدافع وکیل ته لاس رسی ونه لري. پر دې سربیره به د محکمو له لوري «د رسمې ادارو د ناسمو پریکړو» ارزونه هم ممکنه نه وي. د بورکهاردت په خبره د دغه اقدام په ترڅ کې به هغه کسان چې خوندیتوب ته اړتیا لري، د لارې په اوږدو کې پاتې شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، د سه شنبې په ورځ وړاندیز کړی وو چې د پناه غوښتنې پر قضیو باندې پریکړې دې د اروپا بهرنیو پولو ته انتقال شي، څو د سفر کوونکو مهاجرو شمیر راټیټ شي. زیهوفر په مونشن کې د اروپایي اتحادیې د پنځو سترو هیوادونو د کورنیو چارو له وزیرانو سره تر ملاقات وروسته ویلې وو چې د اروپايي اتحادیې د یو ډول مقرراتو پر بنسټ باید پر پولو دا خبره روښانه شي چې آیا یو کس خوندیتوب ته اړتیا لري که نه.
sr/ms (afp)