1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا مسلمانان او يهودان غواړي ترمنځ یې گډ کار تقویه سي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

په داسي حال کي چي په منځني ختیځ کي مسلمانان او يهودان د فلسطیني سیمو پرسر سره جنگیږي، د اروپا مسلمانان او يهودان بيا غواړي چي ترمنځ یې گډ کار تقویه سي، خو ولي او ایا ټوله مسلمانان له هغوی سره همنظره دي؟

https://p.dw.com/p/3PfiZ
Deutschland Tandem fahren gegen Antisemitismus und Islamfeindlichkeit
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schreiber

د هغوی دا کار چي د ادیانو تر منځ یو نوی انکشاف دی، اصلأ په اروپا کي د ښی اړخو عوامپالو د ورځ په ورځ تقويه کیدو په مقابل کي یو عکس العمل دی.

د هغوی د کنگرې دایرولو ځای که څه هم لیري دی، خو هغه یو سمبولیک ارزښت لري. دغه کنگره چي د ایټالیا د ۲۰۱۹م کال په یوه کلتوري پایتخت، ماتیرا کي دایریږي، د راتلونکي یکشنبې ورځي له ماښام څخه د ۱۵هیوادونو يهود او مسلمان روحانیون سره یو ځای کیږي. هغوی غواړي په اینده کي یې ترمنځ گډ کار تقویه سي.

مسلمان روحاني طرفه بغاجاتي، چي په دغه کنگره کي برخه اخلي، وايي: »گومان کوم، چي دغه سلا مشورې په خپل ذات کي بې ساري دي. هغه یوکوچنئ گل دی، چي باید وپالل او تقویه سي.»

له ویانا څخه دغه ساختماني انجنیر چي د اطریش یو وتلی مسلمان روحاني دی، په ۱۹۹۹م کال کي یې د «اطریشي مسلمانانو نوښتونه(IMÖ)، په ۲۰۰۶م کال کي یې د «مسلمانانو او عيسويانو اتحادیه» تأسیس او اوس بیا د ماتیرا په کنگره کي برخه اخلي.

Symbolbild Judentum und Islam
انځور: picture-alliance/Godong

درې کاله دمخه د پاچا عبدالله په مرکز کي د مختلفو ادیانو او کلتورونو ترمنځ په ویانا کي د ډیالوگ او خبرو اترو یو پلټ فورم (KAICIID) هم تأسیس سو. هغه که څه هم په اول سر کي لږ کسان سره راټول کړي وه، په کوم کي چي له اوله سره يهودانو هم برخه درلوده، خو د هغوی ترمنځ تر مختلفو ملاقاتونو او تجربو تر تبادلې وروسته دغي ټولني هم کرار کرار وده وکړه.

که څه هم د اطریش تر وروستیو اقداماتو وروسته ددغه مرکز سرنوشت اوس معلوم نه دی، خو بیا هم مسلمانان او يهودان غواړي، په منځني ختیځ کي یې پر اختلافاتو سربیره ترمنځ گډ کار تقویه سي.

Matera Kulturhauptstadt 2019
انځور: picture-alliance/dpa/G. Guarino

په کلتوري پایتخت، ماتیرا کي د هغوی د کنگرې دایرول په دې معنی هم دی، چي هغوی د اروپا ارزښتونو ته وفادراه دي او غواړي وښيي چي هغوی په دغه براعظم پوري اړه لري.

له ښی اړخو عوامپالو څخه تشویش

د يهودي روحاني، گرونیش په خبره د مسلمانانو او يهودانو د مذهبي او دیني قواعدو پرخلاف اوسني سیاسي کوښښونه د هغوی مذهبي ازادي محدودوي. له هغې جملې څخه د څارويو د نه حلالولو اجازه، چي اول باید بې هوښه او بیا حلال سي او یا سنتۍ د ازادۍ محدودول.

Junge Juden und Muslime begegnen sich in Auschwitz
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

خو هغوی د ښی اړخو عوامپالو له تقویې څخه هم په ټوله اروپا کي تشویش لري، کوم چي د اکثرو اروپايي هیوادونو پارلمانونو ته یې لار پیدا کړې ده او نور هم تقویه کیږي. د دوی په خبره هغوی چي اکثره یې د اسلام ضد تبلیغات کوي، د مهاجرو پر ضد هم دي، خصوصأ مسلمانو مهاجرو. خو هغوی یوازي د مسلمانانو ضد نه بلکي يهودان ضد هم دي او په ټوله اروپا کي يهودي ضد احساساتو ته لمن وهي. مگر يهودان بیا خصوصأ د مسلمانو مهاجرو په منځ کي د یهودي ضد احساساتو څخه هم شکایت لري.

باید وویل سي، چي د اروپا ټوله مسلمانان د مسلمانانو او يهودانو تر منځ له ډیالوگ سره همنظره نه دي او ډیر مسلمانان او ټولني یې د ماتیرا په کنگره کي برخه نه اخلي.