1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د يونان او ليبيا په کمپونو کې څه تيريږي؟

۱۳۹۷ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د اروپا د مهاجرت سياست د دې لامل شوی دی چې ډیر شمير مهاجر په کمپونو کې وساتل شي او يا هم د اوږدې مودې له پاره په يو ډول توقیف کې وي.

https://p.dw.com/p/35DEB
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
د موريا کمپ يو څنډه- د آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د دغه نوي سياست له وجې ګڼ شمير انسانان په کمپونو کې ساتل کيږی او يا هم په يو ډول، د اوږدې مودې له پاره په توقیف کې وي.

د يونان په لیسبوس ټاپو کې له انسانانو څخه ډک د موريا کمپ او په ليبيا کې د مهاجرو خطرناک توقيف ځايونه  د اروپايي اتحادیې مشرانو ته دا ښيي چې د هغوی بریا (په اروپا کې د مهاجرو شمير  راکمول) تر کومه حده ناوړه بشري وضعيت رامنځ ته کړی دی. ملګرو ملتونو او د بشر حقونو سازمانونو په کمپونو کې پر بد وضعيت سختې نيوکې کړي کړي دي.

د روان کال له پيل راهيسې اروپا ته د تازه رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی راغلی دی، خو په دغه موده کې له ۱۷۰۰ څخه ډير مهاجر چې غوښتل يې د مديترانې سمندرګي پر خطرناکه لار ځانونه اروپا ته ورسوي، په اوبو کې مړه شوي دي.

عراقی مهاجر عباس الناصر درې اوونۍ کيږي چې د ليسبوس موريا کمپ ته رسيدلی دی. هغه د کمپ د بد وضعيت څخه شکايت کوي او وايي چې اته کلنه لور يې ضعيفه شوې او روغتيايي وضعيت يې د لا خرابيدو په حال کې دی.

د اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د يونان موريا کمپ چې په اصل کې د ۳۱۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، اوس په کې له ۹ زرو څخه ډیر مهاجر ژوند کوي. عبدالناصر وايي: «لور مې ډیری وخت تنفسي ستونزه لري... زمونږ د خيمې (د اوسيدو ځای) څلورو خواوو ته کثافات پراته دي.

Griechenland - Flüchtlignscamp in Lesbos
د يونان په ليسبوس ټاپو کې د مهاجرو د يوه کمپ حالانځور: picture-alliance/AP Photo/P. Taskmakis

اروپا، په مديترانې سمندرګي کې اروپا د تلونکو مهاجرو د ژغورنې دنده د ليبیا ساحلي ګارد ته سپارلې ده. دغو ساتونکو په روان کال کې ۱۳ زره مهاجر د ليبيا توقيف ځايونو ته ګرځولي دي.

د ليبيا پلازمينې طرابلس ته نژدې په ځينو توقيف ځايونو کې مهاجر د وسلوالو مليشو په خپلمنځيو نښتو کې وژل شوي هم دي، ځکه چې د مختلفو ډلو مليشې د پلازمينې د نيولو په موخه جګړه کوي چې په دې منځ کې مهاجر هم قرباني کيږي.

په ليبيا کې د بې پولې داکترانو د مرستې رسولو ماموريت مشر ابراهيم يونس وايي چې په دغه ډول يوه نښته کې په لسونو مهاجر ووژل شول.

د ليبيا په توقيف ځايونو کې شاوخوا پنځه زره مهاجر ژوند کوي، خو داسې ګمان کیږي چې په نورو تاسيساتو کې هم مهاجر د بنديانو په څير ساتل کيږي. په رپوټونو کې ويل شوي چې په دغه شان تاسيساتو کې مهاجر د غلامانو په توګه نیول کیږي او د جنسي ناوړه استفادې او جرمونو قرباني ګرځي.

ليبيايي چارواکي وايي چې اروپا هم هغوی او هم يې مهاجر يوازې پريښي دي. د ليبيا حکومت چې له دغو مرکزونو څخه ساتنه کوي، د اسوشتيد پرس خبري آژانس ته يې له مهاجرو سره د مرکې کولو اجازه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په طرابلس کې رامنځ ته شوی اوربند، د ماتيدو له خطر سره مخ دی او د مهاجرو خوراکي مواد هم مخ پر کمېدو دي.

د اروپايي اتحاديې مشران تر ډيره په دې موضوع کې د نظر اختلافات لري چې اروپا ته د مهاجرو د داخليدو د مخنيوي په موخه، څرنګه او د دغې قارې په کومو ځایونو کې پر پولو کنترول ډیر کړي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: