1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د آلماني ژبي زده کړهآلمان

د اخراجيدو گواښ يو افغان مهاجر د لیسې تر لوړو نمرو ورساوه

۱۳۹۹ تیر ۱۹, پنجشنبه

ځوان افغان مهاجر نثار احمد علي یار، چي پنځه کاله دمخه جرمني ته راغلی او یوه کلمه الماني یې هم نه وه زده، اوس په دې بریالی سوی، چي په ډیرو ښو نمرو سره له ليسې څخه فارغه او طب ته شامل سي.

https://p.dw.com/p/3f3kN
Deutschland Nesar Ahmad Aliyar
انځور: Privat


نثار احمد علي یار، چي په ۲۰۱۷م کال کي له جرمني څخه د اخراجیدو له گواښ سره مخامخ وو، اوس یې طب ته د شاملیدو لازمي لوړي نمرې پوره کړي دي. دی وايي، هدف یې دا دی، چي په جرمني کي د افغان مهاجرو له پاره یو ښه مثال او نمونه وګرځي او هم خپل هیواد او ولس په جرمني کي په مثبت شکل سره معرفي کړي.

په جرمني کي د مکتب د دورې د نمرو سیسټم له ۱ څخه تر ۶ پوري دی. دا په دې معنی چي۱،۰ ډیره ښه او ۶ ډیره خرابه او ناکامي ده. په بل عبارت چا چي په سلو کي ۹۵ پوره کړي وي۱،۰ نمره اخلي. نثار احمد تر هغه لا هم ښه، یعني ۰،۸ نمره اخیستې ده.

دی وايي، چي په ۲۰۱۵م کال کي د ترکیې له لاري جرمني ته راغلی دی او په نوردراین ویستفالن ایالت کي میشت سو. په ۲۰۱۷م کال کي د مهاجرینو او خارجیانو د ادارې(بمپ) لخوا مي یو خط تر لاسه کړ، چي باید په ۱۵ ورځو کي له دغه هیواد څخه وتلی وای او یا باید د خپل دغه ردیدو پرضد محکمې ته عارض سوی وای.

نثاراحمد هم په محکمه کي اقامهء دعوی وکړه او پسله یوه کال څخه یې هغه وګټله او قبول سو. نثار احمد چي د افغانستان د کابل ولایت دی، د خپلي کامیابۍ راز پر ژبي باندي ځان اچول او پرله پسې کار او زحمت بولي.

دی وايي، چي« ما په افغانستان کي ډیر درس ویلی دی او په انګلیسي ژبه کي هم ډیبلوم لرم. خو کله چي دلته راغلم، ما به د ورځي د ۵۰ څخه تر ۶۰ لغتونو پوري زده کول او د جرمنیانو سره به کښینستم، ولاړیدم، تر څو الماني ژبه مي تقویه سي. په اوله کي هغه لغاتونه چي نه په پوهیدم، په انټرنیت کي مي يې معناوي پیدا کولې او پیادول به مي.»

دی همدارنګه وايي، چي «په مکتب کي مي هم وخت نه دی ضایع کړی او ډیر زیات کوښښ می کړی دی، ځکه پوهیدم، چي طب ته شاملیدل ډیره لوړه نمره غواړي. ددې تر څنګ زه شخصأ ډیره مطالعه کوم او ډیر کتابونه وایم.«

هغه د افغانستان څخه د خپل وتو علت تقریبأ ۴۰ کاله دوامداره جنګ او سیاسي بې ثباتي بولي، چي اوس هم دوام لري. بل علت یې دا دی، چي پلار مي له ۸ کلونو راهیسي په جرمني کي ژوند کوي.

نثاراحمد چي اوس ۱۸ کلن دی، افغانانو ته يې پیغام دا دی چي که هغوی په افغانستان کي ژوند کوي او یا تر هغه دباندی: خپل وخت ضایع نه کړي، خپلو درسونو او مکلفیتونو ته متوجه سي. ځکه چي په جنګ سره افغانستان نه ارامیږي او د حل لار یوازي تعلیم او تربیه بولي.