1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اتريش د صدراعظم مرستيال استعفا ورکړه

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د اتريش مرستیال صدراعظم په پټه د اخیستل شوې یوې ويډيو تر خپريدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. هغه په دغه ويډيو کې يو کس ته په انتخاباتو کې يې له ګوند سره د همکارۍ په بدل کې، د سترو دولتي قراردادونو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3IhjB
Österreich Wien PK Vizekanzler Heinz-Christian Strache
انځور: Reuters/L. Foeger

هاینڅ کريستيان شتراخه، د شنبې په ورځ په ويانا کې په يوه خبرې کنفرانس کې وويل چې دی همدا ډول د ښي اړخي عوامپاله ګوند FPÖ له مشرۍ څخه هم تير شوی او دغه ځای به يې مرستيال نوربرت هوفر ونيسي.

د اتريش صدراعظم زباستين کورڅ د دغې رسوايۍ وروسته د خپل مرستيال استعفا منلې ده.

دغه ويډيو چې رسنيو ته يې هم درز کړی، د اتريش پارلماني انتخاباتو څخه احتمالا څو مياشتې د مخه جوړه شوې ده. دا هغه انتخابات ول چې د شتراخه ګوند په کې دريم ځواکمن ګوند وو او د ۲۶ سلنې رايې په ګټلو سره وتوانيد په حکومت کې ورګډ شي. آلماني ورځپاڼو «شپيګل» او «زود دويچه څايتونګ» د جمعې په ورځ د دغې ويډيو په اړه رپوټ ورکړی وو.

په دغې ويډيو کې شتراخه او د هغه ګوندي ملګری يوهان ګودينوس چې د اتريش د آزادۍ ګوند د فرانکسيون مشر دی، د هسپانيا په ابيزا ټاپو کې د یوې کوچنې واکمنې ډلې سره تړاو درلودونکي يوې ښځې سره چې ښایې روسۍ وي، خبرې کوي او له هغې سره ژمنه کوي که د ګوند له بريا سره يې مرسته وکړي، نو ستر دولتي قراردادونه به يې په نصيب شي.

د اتريش حکومت، د اروپا پارلمان له انتخاباتو څخه يوه اوونۍ مخکې له يوه ژور بحران سره مخ شوی دی. تر اوسه لا معلومه نه ده چې د اتريش حاکم ائتلاف چې د اتريش د خلکو ګوند او د اتريش د آزادۍ ښي اړخه عوامپال ګوند څخه جوړ دی، بع په خپل حال پاتې شي که سره وبه پاشل شي.

Österreich Kanzler Sebastian Kurz (Ausschnitt)
د اتريش صدراعظم زباستين کورڅانځور: Reuters/L. Nieser

د اتريش اپوزيسيون د يادې ويډيو تر خپريدو وروسته، د دغه ائتلاف د منحليدو او په نژدې راتلونکې کې د نوو انتخاباتو د ترسره کيدو غوښتنه کړې ده. تمه کيږي چې د اتريش صدراعظم دې په دې اړه ډير ژر رسمي غبرګون ښکاره او خپل دريځ اعلان کړي.

په دغې ويډيو کې يوه ښځه چې خپل ځان آليونا ماکاروفا او ډيره شتمنه ښيي، شتراخه او د هغه ګوندي ملګري ته وايي چې غواړي د اتريش د تر ټولې سترې رسنۍ «کرونن څايتونګ» پنځوس سلنه سهم واخلي.

د آلمان د «زود دويچه څايتونګ» ورځپاڼې په خبره، له شتراخه سره د ګوادينوس او د دغه ميرمنې ملاقات څو ساعته دوام کوي. په دغې ويډيو کې هغوي په دې اړه بحث کوي چې له رسنيو څخه مالي ملاتړ او بيا د هغوی دوستانه خپرونې څنګه کولای شي د اتريش له ښي اړخي عوامپاله ګوند سره مرسته وکړي.

شتراخه دغې ښځې ته وايي چې د «کرونن څايتونګ» رسنۍ سره معامله کولای شي د دوی ګوند له ۲۷ سلنې احتمالي رايو څخه ۳۴ ته پورته کړي.

هغه دغې ښځې ته څو لارې معرفي کوي چې څرنګه هغې ته د امتيازاتو ورکړه وکړي؛ له دغې ډلې څخه د دولتي زيربناوو قراردادونه.

bk/jlw (dpa, Reuters, AFP)/ م.ک.ص/ س ر