1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلماني پوځ نیمایي تجهیزات آلمان ته رسېدلي دي»

آژانسونه / عبدالباري حکيم۱۳۹۲ اسفند ۳, شنبه

د آلمان لوی درستیز ويلي دي چي له افغانستان څخه د آلمان د پوځ د سرتیرو وتل له پلان سره سم او په پبشپړ بریالیتوب سرته رسول کیږي. هغه زیاته کړې چي نیمایي پوځي وسایل او تجهیزات له افغانستان څخه المان ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1BDoj
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان لوی درستیز، مرستیال امیرالبحر مانفرید نیلسون د «دي وېلټ» ورځپانې د شنبې د ورځې له گڼې سره په یوه مرکه کي ويلي دي چي له افغانستان څخه د آلمان د پوځ د ایستلود پلان په پام کي نیولو سره، د ټولو ۱۳۰۰ پوځي نقلیه وسیالو څخه څه د پاسه نیمایي یې بیرته خپل هیواد ته لیږدول شوي دي.

نیلسون زياته کړې : «د ترکیې د ترابزون نومي بندر څخه یوه ستره ترانسپورتي بیړې په دې نژدې وختو کي آلمان ته ورسېدله. له دې سره زمونږ د ټولو نقلیه وسیالو له نیمایي څخه زیات اوس بیرته آلمان ته رسیدلي دي.»

د آلمان ډیری پوځیان د افغانستان په شمال کي خوندي دي. له مزارشریف څخه چیرته چي د آلماني پوځیانو ستره پوځي اډه پرته ده، د هوا له لارې پوځي نقلیه وسیال او تجهیزات په لومړې سر کي د ترکیی نوموړي بندري ښار ته لیږدول کیږي او بیا له هغه ځای څخه د اوبوو له لارې آلمان ته وړل کیږي.

د آلمان لوی درستيز ويلي دي چي د ۴۸۰۰ کانتیرو او بستو څخه کابو نیمایي ېې بیرته آلمان ته راوړل شوي دي. د نوموړي د وینا له مخې «دا کابو ۸۰۰۰ ټنه مواد کیږي.» هغه یادونه وکړه چي له دې سره د پوځيانو د ایستلو پلان له پروگرام سره سم پلي کیږي.

په افغانستان کي بل احتمالي ماموريت

په افغانستان کي د ناټو تر مشرۍ لاندې نړیوال پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري بشپړه کیږي. په اوسني وخت کي د آلمان د څه د پاسه ۵۰۰۰ سرتیرو څخه څه ناڅه ۲۹۰۰ یې په افغانستان کي پاتي دي. ویل شوي دي چي آلمان به وروسته له نوموړې نیټې څخه د خپلو ۸۰۰ سرتیرو سره د افغانستان د امنتیي ځواکونو د روزنې په ماموریت کي ونډه واخلي. خو دا چي دغه ماموریت به عملی بڼه غوره کړي که نه، تر اوسه پورې روښانه نه ده.

په اوسني وخت کي د لوژستیکي چارو پلان جوړونکي وایي چي د «ایساف ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې خاتمه پیدا کوي.» د آلمان لوی درستیز، نیلسون ويلي دي: «مونږ فعلا د همدې پلان سره سم عمل کوو.» هغه یادونه کړې ده: « که چیرې په دې موده کي وضعیت ډیر زیات خراب شي، نو ښایي ځیني پوځي تجهیزات بیرته افغانستان ته ولیږدوو.»

۲۰۱۴م کال د افغانستان لپاره برخه لیک ټاکونکی بلل کيږي ولي چي همدغه کال د اپریل په پنځمه د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کیږي. ولسمشر حامد کرزي چی د قانون له مخي د دریمې دورې لپاره د کاندیتوب اجازه نه لري، لا تراوسه له دې څخه ډه ډه کړې ده چي له امریکا متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه امنیتي تړون لاس لیک کړي. د دغه تړون د نه لاس لیک کیدو په صورت کي، متحده ایالاتو او ناتو ویلي دي چي هغوی به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.