1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمانانو ستري اندېښنې مهاجرت او اقلیمي بدلون دي

۱۳۹۸ دی ۲۰, جمعه

په آلمان کې یوه میاشتنې سروې ښيې چې د اقلیمي بدلون په هکله د خلکو اندیښنې زیاتې شوي دي. که څه هم د مهاجرت په هکله په اندیښنه کې ۱۶ سلنه کمښت راغلی دی، خو بیا هم زیاتره آلمانان دغې موضوع ته د مهمې اندیښنې په سترګه ګوري.

https://p.dw.com/p/3VzVQ
Deutsche Flagge
انځور: picture-alliance/NurPhoto/B. Zawrfel

د «دویچلند تریند» په نوم د مياشتنۍ نظر پوښتنې پایلې ښيې چې مهاجرت او اقلیمي بدلون د آلمانانو تر ټولو سترې اندیښنې دي.

په دغې نظر پوښتنه کې د گډونوالو کابو یو پر دریمه برخه مهاجرت د آلمان له پاره مهمه مسله یادې کړې ده، خو د دغو کسانو په شمیر کې د تیر په پرتله ۱۶ سلنه کمښت راغلی دی.

په عین وخت کې د دغه نظر پوښتنې ۲۷ سلنه ګډونوالو اقلیمي بدلون لویه اندیښنه بللې او د پخوا په پرتله د هغوی شمیر ۱۸ سلنه لوړ شوی دی.

د چاپیریال په تړاو لاریونونه چې د جمعې په ورځو يې ځوانان کوي، د اقلیمي بدلون له پاره د انسانانو د نقش په هکله د خلکو توجه ځان ته رااړولې ده.

د دغه سروې له مخې په نورو اندیښنو کې تعلیم، ټولنیزه بې عدالتي او ځینې نور موضوعات شامل دي. د لېست په پای کې د شپږ سلنه کسانو له پاره امنیت، جرمونه، او ترهګري مهم موضوعات ول.

محافظه پاله ګوندونه اوس هم په سر کې دي

په دغه نظرپوښتنه کې د ګوندونو د محبوبیت په ترڅ کې دا پوښتنه مطرح شوې ده، چې که چیرې د راتلونکي یکشنبې په ورځ ټاکنې وای نو خپله رای به یې چا ته ورکوله؟

مسیحي دیموکرات اتحاد (سي دي یو) چې د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل یې هم غړې ده او په بایرن کې کي يې ملگری گوند مسیحي سوسیال اتحاد (سي اس یو)  د لېست په سر کې ځای لري. ۲۷ سلنه کسانو ویلي دي چې دغه ګوند ته به یې رای ورکړی وای او په دې ترتیب د تیر ځل په پرتله د دغو کسانو په شمیر کې دوه سلنه ډیروالی راغلی دی.

دوهم ځای زرغون ګوند خپل کړی دی او ۲۳ سلنه کسانو ویلي دي چې که چیرې د یکشنبې په ورځ ټاکنې وای، له دغه ګونده به یې ملاتړ کړی وای. ښی اړخي د آلمان له پار بدیل نومې ګوند (اې اف دي) بیا په ۱۴ سلنې سره دریم ځای خپل کړی دی.

د سوسیال دیموکرات ګوند (اس پي دي) په ځای کې د تیر په څیر کوم بدلون نه دی راغلی او ۱۳ سلنه کسانو ویلي دي چې که چیرې د یکشنبې په ورځ ټاکنې وای، دغه ګوند ته به یې رای ورکړې وای.