1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کولن ښار د مهاجرینو د اخراج پر ضد دريدلی

۱۳۹۷ شهریور ۲۶, دوشنبه

د آلمان په غرب کې نږدې ۱۲ زره کسان د توکم پالنې پر ضد د دې هیواد په ختیځ کې د ښي اړخو له لوري د تاوتریخوالو تر پیښې دوه اونۍ وروسته سړکونو ته راووتل. لاریون کوونکو د افغانستان د خوندي ګڼلو د موضوع پر ضد هم شعارونه ورکړي.

https://p.dw.com/p/350YS
Deutschland Protest "Köln zeigt Haltung" | Solidarität mit Gleflüchteten
انځور: Reuters/W. Rattay

د یکشنبې په ورځ د آلمان په کولن، دورتموند او ګیلسن کرشن ښارونو کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو سړکونو ته راووتل او د آلمان پر حکومت یې غږ وکړ څو د عراق او افغانستان په څیر هیوادونو ته د مهاجرینو د اخراج لړۍ ودروي.

د دغه راز سیاستونو مخالفین وايي چې افغانستان او عراق د مهاجرینو د اخراج له پاره ناامنه دي او دا چې د دوی د اخراج پرځای دغه راز مهاجرینو ته باید په آلمان کې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي.

اعتراض کوونکو همدا راز د توکم پالنې او نفرت خپرولو پر ضد هم شعارونه ورکړل. دغه شعارونه داسې مهال ورکول کیږي چې د همدې سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د آلمان په کېمنیتڅ ښار کې ښي اړخو اعتراض کوونکو لاس په لاریون پورې کړ او د ټول آلمان په کچه یې یو ځل بیا بحثونه راوپارول.

Deutschland Protest "Köln zeigt Haltung" | Solidarität mit Gleflüchteten
انځور: Reuters/W. Rattay

د اعتراض کوونکو له ډلې څخه ځینو یې د «په سمندرونو کې ژغورنه دنده ده» او همدا راز «ملتپالنه اشتباه کار دی» په څیر شعارونه لیکلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په څیر د یو شمیر هیوادونو د ځینو سیمو د خوندي ګڼلو موضوع د آلمان په داخل کې جنجالي بحثونه را پارولي دي.

دغه راز جنجالونه وروسته له هغې لا پسې ډیر شول، کله چې په دې وروستیو کې له آلمان څخه افغانستان ته یوه اخراج شوي افغان مهاجر په پلازمینه کابل کې ځان وژنه وکړه. د دې ټولو جنجالونو سربیره، آلمان د افغان رد شوو مهاجرینو د اخراج لړۍ ته ادامه ورکړې.