1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د آلمان ښوونځي د ديني زده کړو صنفونو ته اړتيا لري

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان د ډيرو ښونځیو په تعلیمي نصاب کې د کاتولیکي او پروتستانت مسیحي دینې زده کړې شاملې دي. په آلمان کې د مسلمانانو شمیر هم وار په وار زیاتیږي. د آلماني مسلمانو زده کونکو له پاره د دیني زده کړو څومره امکانات موجود دي؟

https://p.dw.com/p/2wyBy
Symbolbild Grundschülerin mit Kopftuch
انځور: Imago/photothek/L. Johannsen

د آلمان په نزدې ۸۰۰ ښوونځيو کې شاوخوا ۵۵۰۰۰  نجوني او هلکان د اسلام په اړه ديني زده کړې کوي. دا د هغو شميرنو پايله ده چې د آلمان په ۱۶ ايالتونو کې د ښووني او روزنې چارو وزراتونو له خوا، په ټولنه کې د مدغم کيدلو په اړه د رسنيو له نظر پوښتني څخه تر لاسه شوي ده.

د تیرو دوه کلونو په پرتله زياتي نجونې او هلکان اسلامي ديني زده کړي کوي. هغه مهال د ښوونې او روزنې د وزیرانو د یو کنفرانس د ارزوني له مخې تر ۴۲ زره ماشومانو او کوچني ځوانانو دغه ډول زده کړې کولي.

د آلمان د «اسلام کنفرانس» په غوښتنه یوې پخوانې څيړنې ښودلې ده چې حتی تقاضا تر دې هم زیاته وه، کومه چې پوره شوې نه ده. د بیلگې په توگه: په ۲۰۰۸م کال کې له نظر پوښتونو څخه څرګنده شوې ده چې تر ۱۶ کلنۍ وروسته ۷۶سلنه مسلمانو زده کونکو غوښتل چې په عامه ښوونځيو کې ديني تدریس ورکړل شي.

 

که هغه مهال امکانات ورته برابر شوې وای، نو تر۶۵۰ زره زده کونکو چې سنونه يې د شپږو او ۱۸ کلونو تر منځ ول، په ښونځیو کې به يې په اسلامي دیني زدکړو کې گډون کړی وای.

د دینی زده کړو پر محتوا د آلمان په بيلا بيلو ایالاتونو کې اکثريت اسلامي اتحادیې لږ او زیات اغیزي لري. د آلمان په بايرن او شليسویګ هولشتاين ایالتونو کې دا ډول اتحادییو د نفوذ موندني امکانات نه شته. په برلین ایالت کې د داسې زده کړو اختیار او صلاحیت یوازي «د برلین د اسلامي فیدراسیون» پر غاړه دی.

د آلمان په هيسن او نيدازاکسن ايالاتونو کې مذهبي ټولنې او دولتې ارګانونه په دې اړه یو له بل سره همکاري لري. دغه راز د آلمان په نورد راین وست فالن، بادن ورتمبیرګ، راین لاند-فلتڅ او زارلند کې  له اسلامي شريکانو سره د دیني زده کړو بېلابېل موډلونه تجربه کیږي.

په هامبورګ او بريمن ايالاتونو کې، د ادیانو تر مینځ په گډه په یوه ټولگي کې زده کونکو ته پر دیني زده کړو ټینگار کیږي.

خو د آلمان په پنځوو ختيځو ايالاتونو کې د مسلمانو زده کونکو له پاره د اسلامي زده کړو کوم پروګرام نه شته. سر بیره پر دې د اکثریت محافظه پالو اتحاديو نفوذ پر ضد هم ليبرال مسلمانان او هم ښی اړخي سياستوال وخت په وخت د اعتراض غږ پورته کوي.

یو بل استدال چې د آلمان په ښونځیو کې د اسلامی دیني زدکړو پر وړاندي خنډ بلل کیږي، هغه پر زده کوونکو باندي د بهرنيو سیاستونو نفوذ دی. په دې اړه په خاصه توگه په المان کې د «ترکيې- اسلامي اتحاد» یا «دیتیب» نومې سازمان نوم اخیستل کیږي چې گواکې په مختلفو ښونځیو کې د دیني زده کړو په چارو کې برخه لري.

ویل کیږي چې دغه سازمان د ترکیې حکومت ته نژدې دی. که څه هم د تعلیمی نصاب په محتوا کې په دې اړه څه موندل شوي نه دي، خو د تدریس پر محتوای باندي د انفرادي ښوونکو نفوذ له امکان څخه لیري نه دی.

مسلماني کورنۍ چې غواړي خپل ماشومانو ته سختګيرانه روزنه ورکړي، هغوي بيا خپل ماشومان په ښوونځي کې د اسلامي زده کړو پر ځاي مسجد ته د قران کريم د زده کړې له پاره استوي.

د آلمان په توبینګن ښار کې اسلام پوه اسماعيل ياوڅکان په خبره په ښوونځيو کي اسلامي زده کړه هغه يوه وسيله ده چې د زده کوونکو(ديني بې سوادۍ) مخه نيسي. هغه وايې: په دي ډول کيداي شي چې زده کوونکي له سخت دريځۍ څخه وژغورل شي.