1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د یوه مسجد پر ملا د چړې حمله شوې

۱۳۹۷ بهمن ۲۰, شنبه

د آلمان په برتن ښار کې د ترک اسلامي ټولنې (ديتيب) اړونده د یوه جومات پر مسئول باندې د چړې حمله شوې ده. حمله کونکي تښتيدلي دي. د آلمان د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پوليسو په دې اړه تحقيقات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3D2rj
Deutschland DiTiB-Moschee in Stuttgart
انځور: picture alliance/dpa/D. Naupold

د اسلامي چارو په برخه کې د ترک اسلامي ټولنه (DITIB) چې په آلمان کې د مسلمانانو تر ټولو لوی تشکیلات دي، د جمعې په ورځ د يوې اعلامېې په خپرولو ويلي دي چې د دغه تشکيلاتو د يوه مسجد پر مديره هيئت باندې حمله شوې ده.

د آلمان د جنايي پولیسو په وينا، حمله کونکي چې په ترکي ژبه يې خبرې کولې، دينې انګيزې يې نه درلودې. خو د ترک اسلامي ټولنې په اعلاميه کې راغلي دي چې دغه حمله د فتح الله ګولن د پلويانو له خوا ترسره شوې ده.

فتح الله ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مخالف ګڼل کيږي. نوموړی روحاني او واعظ دی چې د امريکا متحده ایالتونو په پنسلوانيا کې اوسيږي. د ترکيې حکومت، ګولن د ۲۰۱۶م کال په ناکامې کودتا کې پر لاس لرلو تورنوي.

په آلمان کې له درو ميليونوڅخه ډير ترکي مسلمانان ژوند کوي. آلماني چارواکي آلمان ته د ترکيې د داخلي ستونزو د انتقال له بابته انديښنه لري.

Moschee-Neubau in Dormagen mit Hakenkreuzen beschmiert
د آلمان په دورماګن کې د يوه جومات پر ديوال د ښي اړخي افراطيانو تازه ليکل شوي شعارونهانځور: picture-alliance/dpa/L. Hammer

ښې اړخي افراطيانو هم په وروستيو مياشتو کې په آلمان کې د مسلمانانو پر جوماتونو حملې کړي دي. تر دې مخکې په برلين او د بادن وورتمبرګ په ايالت کې مسجدونه د اور اچونې هدف ګرځيدلي دي. د پوليسو له څرګندونو داسې ښکاري چې د برتن پيښه څو ورځې مخته رامنځته شوې وي.

د آلمان پوليسو د دغې پيښې د جزئياتو په اړه د يوه ۴۵ کلن قرباني له قوله ويلي دي چې پر هغه باندې د چهارشنبې ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ ۶مه نېټه) د ماسخوتن په ۲۳ بجو د دوو کسانو له خوا حمله شوې ده. حمله کونکو د ترک اسلامي اتحاديې د دغه مسئول لاسونو په تړلو هغه په چاقو برسيرن ټپي کړی او بيا له سيمې تښتيدلي دي.

د دينی چارو له پاره د ترک اسلامې ټولنې «ديتيب» د آلمان پوليسو څخه غوښتي دي چې د پيښې په تړاو دې هر اړخيز تحقيقات پيل او د تحقیقات پايلې دې له ټولو سره شريکې کړل شي.

«ديتيب» د خپلې اعلامېې په پای کې ليکلي دي چې دغې حملې سره په آلمان کې د دوی پر تشکيلاتو حملو یو وحشتناک اړخونه پيدا کړي دي. په آلمان کې د ترکانو د ديني ټولنې د مسجدونو له مسئولانو غوښتي دي چې د دا ډول تحريک کونکو کړنو تر اغيز لاندې را نه شي.