1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په پوځ کې د پوځي امامانو پر دنده ګمارلو پلان

۱۳۹۸ فروردین ۱۴, چهارشنبه

په راتلونکي کې به د آلمان په پوځ کې د مسلمانو او يهودو عسکرو له پاره امامان او يهودي ملايان په دندو وگومارل شي. د دفاع وزارت د دې اعلان سره له کلونو راهيسې روان بحث پای ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/3G8Ut
Deutschland Symbolbild zum Thema Militärimamen in der Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

د آلمان د دفاع وزارت ويلي دي چې په لومړي سر کې به «يو څه کم شمير» پوځي يهودي ملايان استخدام شي څو سړی په دې برخه کې يو څه تجربه ترلاسه کړي. په دې موخه به د حکومت او په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا ترمنځ د يوه داسې دولتي تړون پر سر خبرې اترې وشي لکه د پوځ د عيسوي روحانيانو په اړه چې د کليسا او پوځ ترمنځ موجود دی. په دې توگه به تر سلو کلونو وروسته يو وار بيا یهودي پوځي ملایانو ته د آلمان په پوځ کې ځای ورکړل شي.

د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون ډېر لاين دا گام يو «مهم سگنال» وباله. هغې وويل: «په تيره بيا په داسې يوه وخت کې چې د يهودانو ضد دښمني، د مذهبونو پر قطبونو ويش او تعصب د پرمختگ په حال کې دي، غواړو يهودي او مسلمان عسکرو ته د روحاني مرستې د ترلاسه کولو زمينه برابره کړو.» نوموړې زياته کړه: «دوی له اوږدې مودې راهيسې دا هيله لرله چې دا هیله یي د توجیه وړ ده.»

د يهودانو د مرکزي شورا له خوا هرکلی

په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مشر يوسف شوستر د دې پريکړې هرکلی وکړ: «د پوځي يهودي ملايانو گومارنه د آلمان په پوځ کې پر يهودانو د باور د زياتېدو نخښه او زموږ د ديموکراتيکې ټولنې برخه ده.»

Deutschland Josef Schuster Präsident Zentralrat der Juden
په آلمان کې د يهودانو د مرکزي شورا مشر يوسف شوسترانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د دفاع وزارت له دې اعلان سره له اوږدې مودې راهيسې روان بحث چې څرنگه د آلمان په پوځ کې د بيلا بیلو عقايدو سره د تړاو لرونکو ښځينه او نارينه عسکرو له پاره د مذهبي مراقبت زمينه برابره کړای شي، پای ته ورسيد. د دفاع وزارت اووه کاله په دې هکله ارزونو وکړې چې له کومې لارې به د آلمان په پوځ کې د يهودي او مسلمانو ملا امانونو شاملول امکان ولري.

د پوځي ملا امامانو له پاره دولتي تړون نه شته

وزارت په پوځ کې د مسلمانانو له پاره د ملا امامانو د استخدامولو غوښتنې ته په کتو سره ويلي دي چې په آلمان کې د مسلمانانو کومه مرکزي موسسه وجود نه لري چې يو دولتي تړون ورسره رامنځته کړای شي. له دې امله په پام کې ده چې مسلمان ملايان د « secondment contract» له لارې يعني د استازي په توگه وگمارل شي. دلته هم وزارت غواړي په لومړي سر کې کم کسان استخدام کړي.

د دفاع وزارت د آلمان په پوځ کې يهودي مذهبه عسکرو شمير ۳۰۰ او د مسلمانانو شمير بيا ۳۰۰۰ اټکلوي. دا شمير ځکه اټکلي دی چې د آلمان په پوځ کې د استخدام پر وخت د مذهب ظاهرول په خپله خوښه دي. د وزارت په حواله د آلمان په پوځ کې د پروتستانت عسکرو شمير کابو ۵۳۰۰۰ زره او د کاتوليکي شمير څه نه څه ۴۱۰۰۰ زره دی.

B.S/N.Z (kna, epd, dpa) 

زموږ له آرشيف څخه: