1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په هوایي ډګرونو کې د تيارسئ حالت

۱۳۹۷ آذر ۳۰, جمعه

د آلمان پولیسو په هوايي ډگرونو کي خپل حضور پياوړی کړی دی. داسي ويل کيږي چي د آلمان ځيني هوايي ډگرونه شايد په هدفمنه توگه څارل شوي وي. دغه اقدامات به تر راتلونکي خبرتیا پورې ادامه ومومي.

https://p.dw.com/p/3AU15
Deutschland Verstärkte Polizeipräsenz am Flughafen Stuttgart
انځور: Imago/A. Hettrich

د شتوتګارت، کارلزروهه/بادن بادن، فریدریش هافن او منهایم هوایي ډګرونو کې پولیس چې په وسلو سمبال دي، ګزمې کوي. د آلمان فدرالي پولیسو د آلمان ټولو ۱۴ سترو هوایي ډګرونو ته خبرداری ورکړی دی. په دغه خبرداري کې راغلي دي: د یوه «اساسي خطر» په هکله لا تراوسه کومې نخښې نښانې نه شته.

د بادن وورتمبرګ، فدرالي پولیسو ویلي دي چې د پولیسو د حضور پیاوړي کولو شالید هغو معلوماتو ته ورګرځي چې «لا تر اوسه په حتمي توګه نه دي اروزل شوي.» د دغه معلوماتو له مخې د نامعلومه کسانو له لوري هوایي ډګرونه، څارل شوي. خو د دغه هوایي ډګر شرکت ویاندي ویلي دي چې الوتنې په عادي ډول ادامه مومي.

د «بېلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې پر نورو سربیره د برلین، مونشن، فرانکفورت ام ماین او هامبورګ په هوایي ډګرونو کې هم امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي. نوموړې ورځپاڼې په پوستدام کې د فدرالي پولیسو د مرکزي دفتر د ویاندې له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په هوایي ډګرونو کې په فدرالي پولیسو پورې مربوطو ساحو کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړل شوي دي.

Deutschland Verstärkte Polizeipräsenz am Flughafen Stuttgart
د شتوتګارت هوایي ډګر ته پر تلونکی لار، پولیس موټر کنترولويانځور: picture alliance/dpa

پولیس د آلمان په سویل لویدیځ کې پر یوه هوایي ډګر باندې د احتمالي برید د پلان د شک په تور د څلورو کسانو په لټه کې دي. دغه خبر امنیتي کړیو د آلمان خبري آژانس ته تائید کړی دی. د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې لږ تر لږه یو تن د افراطي اسلامپالو له چاپیریال سره تړاو لري.

په پاریس او شتوتګارت کې د څارنې هڅه؟

د (ZDF) په نوم د آلمان تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې د څارنې دغه عمل په پاریس کې د دسمبر میاشتې د ۱۳ نیټې له پيښې سره تړاو لري. د دغه تلویزوني چېنل د معلوماتو له مخې د فرانسې او آلمان امنیتي کړیو ویلي دي چې په دغه ورځ د هوایي ډګر په ترمینل کې د دوو کسانو انځورونه اخیستل شوي دي. دغه کسان بیا په یوه کوچني بار وړونکي موټر کې چې آلمانی نمبر پلیټ یي درلود له هوایي ډګره تللي دي.

د څارونکو کمرو د فلمونو تر ارزولو وروسته د فرانسې تحقیق کوونکو له خپلو آلماني همکارانو سره اړیکه نیولې او هغوی تر دغو معلوماتو وروسته د یوه کس پل موندلی دی.

رپوټ زیاتوي چې دوو کسانو تیره اوونۍ په شتوتګارت کې هم څارنه کړې ده او له لومړنۍ پیښې سره د مستقیم تړاو په هکله شواهد شته.

 (afp, dpa)

زموږ له آرشیف څخه: