1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په سرحد کې مهاجرو ته د ترانزیت ساحه جوړيږي

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

هغه کسان چې د پنا غوښتنې د منل کیدو چانس نه لري، د آلمان له سرحد څخه بیرته خپل هیواد ته استول کیږي. مخکي به یوازې په هوايي ډگر کې د مهاجر له پاره د ترازیت ساحې په هکله خبره کیده، خو اوس په سرحدونو کي هم دغه کار پلان شوی.

https://p.dw.com/p/1GhpI
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس دیمیزیر غواړي چې کډوال د یوې اونۍ له پاره د آلمان په سرحد کې د دوی له پاره په جوړ شوې ترانزیتي ساحه کې وساتل شي. د آلمان یو خبري آژانس وایې چې دغه مسوده د نورو موسیسو له خوا هم باید تائيد شي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره باید په ۷ ورځو کې په یو مرکز کې د مهاجرو د پناه غوښتنو په هکله پریکړه وکړي. که د یو چا د پناه غوښتني غوښتنلیک و نه منل شي، نو دغه پناغوښتونکی باید له هم هغه سرحد څخه بیرته واستول شي.

دیمیزیر زیاته کړه چې د مهاجرو سیاست په برخه کې د لوی بدلون راوستلو تر څنگ سیاستوال باید جدي پريکړي وکړي.

په مسوده کې راغلي دي «دا چې آلمان ته تر راتگ د مخه د قضيې څېړنه يوازې هغه وخت ممکنه وي، چې کډوال آلمان ته لا ننوتي نه وي، نو دغه چلند يوازې د آزادۍ د محدودولو له لارې پلې يا عملي کېدای شي.»

د پناه غوښتنې پر قانوني پروژو بحث

په دغه مسوده کې راغلي دي: «که په یوه اونۍ کې د یوه مهاجر د قضیې په هکله پريکړه ونه شي او یا هم په همدې سرحد کې د پاتې کیدو ځای ورته نه وي، نو په هغه صورت کې مهاجر د نوم ثبتولو لومړني مرکز ته استول کیږي،آلمان ته د دغه مهاجر ننوتل د هغه د غوښتنلیک په منل کیدو پورې اړه نه لري.»

د آألمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر
د آألمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیرانځور: Reuters/A. Schmidt

که دلته په آلمان کې بیا د یوه مهاجر دوسیه رد شي، نو په هغه صورت کې بیرته به په مستقیم ډول خپل هیواد ته استول کیږي.

دغه وړاندیز شوې طرحه تر ټولو په لومړي قدم کې د بالکان په څیر د امنو هیوادونو د مهاجرو له پاره، چې د ځمکي له لارو آلمان ته رسيږي او دلته د پناه غوښتنه کوي. د دغې مسودې پر اساس د دغو کډوالو د منل کیدو چانس ډیر لږ دی.

کډوال: د پناه غوښتني نوی قانون(24.09.2015)

همدارنگه هغه کډوال چې اسناد نه لري هم کولې شي په دغو ترانزیتي ساحو کې پاتې شي. هغه کم عمره ماشومان چې یوازې راغلې وي او قانوني سن ته رسیدلي نه وي، په دې کټه گورۍ که نه شاملیږي.

د هوایې ډگرو په ترانزیت ساحه کې دې ته ورته قانون له پخوا څخه د هغو مهاجرو له پاره شته چې له هوایې لارو آلمان ته رسیږي او دلته د پناه غوښتنه کوي.