1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په زاربروکن ښار کې یو مهاجر آلمانی روان شناس وژلی

۱۳۹۶ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د آلمان پولیسو ویلي دي چې یوi سوریايي مهاجر د دې هیواد په جنوب – غربي ښار زاربروکن کې د سره صلیب د رواني ناروغيو مشاور په چړې وهلی او وژلی دی. پيښه د رواني مشورو پرمهال رامنځ ته شوې.

https://p.dw.com/p/2eIlg
Deutschland 27-jähriger Syrer ersticht Berater
انځور: picture-alliance/dpa/O. Dietze

د چهارشنبې په ورځ تر دې پیښې وروسته آلماني چارواکو وکولای شول چې په لنډه موده کې تورن کس پیدا کړي. تورن کس د آلمان په زاربروکن ښار کې د پیښې له سیمې څخه څو سوه متره لیري نيول شوی. تر نیولو وروسته تورن کس د ژورو ټپونو له امله ژر تر ژره روغتون ته انتقال شوی. داسې ښکاري چې نوموړي تورن کس په خپله ځان ټپي کړی وي.

پولیس په دې باور دي چې، دغه ۲۷ کلن سوریايي مهاجر د سره صلیب ۳۰ کلن رواني مشوره ورکوونکی د رواني مشکلاتو لرونکو مهاجرو ته د مشورې ورکوونې په مرکز کې وژلی دی.

داسې انګیرل کیږي چې دغه سوریايي مهاجر تر دې پیښې مخکې د سره صلیب د رواني چارو له ډاکټر سره لفظي شخړه کړې او بیا وروسته یې هغه وژلی دی. ډاکټر د پیښې په سیمه کې وژل شوی. د دې پیښې علت تراوسه معلوم نه دی خو چارواکي په دې باور دي چې دغه پیښه له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

د آلمان سور صلیب په شوک کې دی

د آلمان د سره صلیب مشر رودولف زایترز په دې هکله وویل: «موږ ټول ویریدلې او په شوک کې یو.» هغه همدا راز زیاته کړې ده چې په آلمان کې د سره صلیب ټول کارکوونکي د خپل همکار په ویر کې دي او د هغه ستاینه کوي.

پولیسو د پیښې په سیمه کې یوه چاړه هم موندلې خو سمدلاسه یې د دې خبرې پخلی ونه کړ چې قتل په همدې چړې شوی دی که نه.

وژل شوی کس له ۲۰۱۴م کال راهيسي له سره صلیب سره کار کاوه. د فرانسې پولې ته څیرمه، د آلمان په زاربروکن ښار کې د رواني مشورو دغه مرکز تازه راغلو مهاجرو ته چې له نوي کلتور سره بلد نه وي، د سترس، تشویش او رواني مشکلاتو په برخه کې د مرستو وړاندې کولو تخصص لري.

د برید دغه پیښه په سویډن کې د تیرکال د پیښې یاد تازه کوي، په کومه کې چې یو ځوان مهاجر یوه ۲۲ کلنه خیریه کارکوونکې ووژله.

dj/msh (AFP, epd, AP, dpa)

زموږ له ارشيف څخه: