1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلماني انتخابات: د رای ورکونې مرکزونه پرانیستل شول

۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبه

نن یکشنبه د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۲۶مه د آلمان د مرکزي پارلمان يا بوندیستاګ انتخابات دي. د رپوټونو پر اساس، د رای اچونې مرکزونه په ځایي وخت د سهار په شپږو بجو خلاص شوي دي.

https://p.dw.com/p/40s1H
Sachsen-Anhalt Magdeburg Wahllokal
انځور: Jens Schlueter/Getty Images

ورکړ، چې د رایو ورکونې مرکزونه سهار په شپږو بجو پرانیستل شول او آلمانیان د خپل راتلونکي پارلمان له پاره رايې ورکول پيل کړل.

د رایو مرکزونه به د ګرينويچ پر وخت ماسپښین ۴ بجې وتړل سي.    

Symbolbild Abschied der Bundeskanzlerin Angela Merkel NEU
انځور: Getty Images/Sean Gallup

نن د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل چې ۱۶ کاله يې پر آلمان واک وچلاو د واکمنۍ وروستۍ ورځ هم ده.

تر سره شوې وروستۍ سروې ګانې ښيي چې په دغو انتخاباتو کې د آلمان د «سوسیال دموکرات» ګوند نوماند، اولاف شولتڅ په مخکښوالي کې د «سي ډي او- سي اس يو» اتحادي ګوند له نوماند آرمین لاشيت څخه په ډير لږ تفاوت کې قرار لري.

مرکل هم د سي ډي او ګوند غړې ده.