1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان يو ګوند: سوريه تر افغانستان خوندي هيواد دی

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

د آلمان له پاره بديل ګوند په سوريه کي د بمباريوو او شکنجو سره سره دغه هيواد «تر افغانستان امن» بولي. د آلمان په پارلمان کي د ياد مهاجر ضد ګوند سياستوال په سه شنبې دا څرګندونې وکړې.

https://p.dw.com/p/2uEyz
Bundestag Bernd Baumann AfD
بېرنډ باومانانځور: picture alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان په مرکزي پارلمان (بُندستاگ) کي د آلمان له پاره بدليد گوند (AfD) د فراکسيون مشر بېرنډ باومان د مهاجرت په تړاو څرګندونې وکړې. هغه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۳مه نېټه) په برلين کي وويل چي سوريه «تر افغانستان امن» هيواد دی. نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کي کړي چي په سوريه کي بمبارۍ رواني دي او په زندانونو کي يې انسانان شکنجه کيږي.

د مهاجر ضد دغه ګوند ياد سياستوال پر دې حيرانتيا وښوده چي افغانستان ته مهاجر اخراجيږي، خو سوريې ته نه. بېرنډ باومان لږ وخت مخکي د سوريې ځينو هغو ښارونو ته سفر وکړ، چي د بشارالاسد ځواکونو تر کنترول لاندي دي. نوموړي د دغو ښارونو د امنيتي وضعيت په تړاو هم معلومات ورکړل.

د آلمان له پاره بديل ګوند يو شمېر سياستوالو تېره اونۍ سوريې ته په لانجمن «شخصي سفر» کي ګډون کړی ؤ. په دغو کي د مرکزي پارلمان د غړو تر څنګ د آلمان د نورد راين ويستفالن ايالت د ايالتي پارلمان غړي هم شامل ول. هغوی په دمشق کي د دولتي وزير او لوی مفتي احمد حسن سره ملاقات لرل.

په پارلمان کي له باومان څخه پوښتنه وسوه چي ايا دمشق ته دغه سفر او د بشارالاسد رژيم تقديرول يو مناسب کار وو که څنګه؟ باومان وويل چي دا حقيقي سياست دی. هغه زياته کړه:«موږ په دوامداره توګه له سعودي عربستان سره هم خبري اتري کوو.»
 

د آلمان په پارلمان کې درو ګوندونو، د آلمان له پاره بديل، آزاد ديموکراټانو او کيڼ اړخي ګوند د دې غوښتنه کړې ده چي پارلمان بايد په عفرين کي د ترکيې د پوځي عملياتو په تړاو بحث وکړي. د جمعې په ورځ به د آلمان مرکزي پارلمان د آلمان له پاره د بديل ګوند پر هغه غوښتنه رايه اچونه وکړي چي پکښي پر سرحدونو د کنټرول د سختولو غوښتنه سوې ده.

په دغه کاغذ کي دا غوښتنه هم سوې ده چي له دبلن تړون سره په همږۍ کي دي د آلمان پر پولو راتلونکي مهاجر دي دغه هيواد ته نه پرېښودل کيږي. د کورنيو چارو کميسيون نورو فراکسينونو ويلي چي ددغي غوښتني پر ضد به رايه ورکړي.