1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان موټرجوړونکي: برېښنايي موټرو کې پانګونه کوو

۱۳۹۷ اسفند ۱۲, یکشنبه

د ژنيف موټر نندارتون درشل کې د آلمان موټرجوړونکو د سترې پانګونې اعلان کړی دی. د درو کلونو په موده کې به ښايي ۶۰ ميليارډه يورو د برېښنايي او ديجيټلي موټرو په برخه کې ولګول شي.

https://p.dw.com/p/3ENay
Deutschland Wolfsburg Elektroanschluss zum Aufladen eines Elektroautos
انځور: picture-alliance/imageBROKER/Fotoatelier Berlin

د جرمني د موټرو د صنعت د اتحاديې مشر، بېرنهارد ماتېس، ويلي دي چې د موټرو په صنعت کې به ژور بدلون راوستل شي. په تېره د برقي يا برېښنايي موټرو په برخه کې به ۴۰ ميليارډه يورو پانګونه وشي، په داسې حال کې چې ۱۸ ميليارډه د هغه په خبره د خپلواکو او له انترنېټ سره وصل شوو موټرو په ډګر کې لګول کيږي. د آلمان د موټر جوړونکو له خوا عرضه شوي برېښنايي ماډلونه به سلو موټرو ته لوړ او په دې ډول درې برابره زيات شي. دغه خبره د موټرو د اتحاديې مشر د نندارتون د جوړېدو څخه يوه ورځ مخکې وکړه. د ژنيف د موټرو نندارتون د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۴مه) پرانيستل کيږي. په دغه نندارتون کې به ښايي برېښنايي خوځندتوب يا تحرک يوه اصلي او مرکزي موضوع وي. پرته له برېښنايي خوځندتوب سره د ښاغلي ماتېس په خبره تر ۲۰۳۰ کاله پورې د کاربن ډاي اکسايد د توليد د کمولو هدف نه تر لاسه کېدای شي. خو ورسره جوخت بايد مناسب شرايط هم عيار او رامنځ کړل شي. په اروپايي ټولنه کې ناخالص داخلي توليد ته په کتو سره څرګنديږي چې آلمان بايد له ځينو نورو غټو هېوادونو سره يو ځای د نويو راجيستر شوو موټرو په منځ کې د ارويايي اتحاديې د اوسط شمېر په پرتله د برېښنايي موټرو برخه لوړه کړي. له دې کبله بايد د ماتېس په اند د دغسې موټرو د چارجولو زېربنايي جوړښتونه پراخ او پېريدونکي په ورته وخت کې دې ته وهڅول شي چې دغسې موټرونه رانيسي.

په بهر کې توليد زيات په کور دننه ټيټ شوی

د آلمان د موټرو صنعت، د موټرو د اتحاديې په حواله سږ کال انتظار لري چې داخلي يا په کور دننه توليد به خورا ټيټ شي. دغې اتحاديې ويلي دي چې د آلمان په فابريکو کې به سږ کال ۴،۸ ميليونه موټر جوړ او په دې ترتيب د توليد کچه پنځه سلنه راټيټه شي. خو په بهر کې توليد شوي موټر به ښايي درې سلنه يعنې ۱۱،۶ ميليونه موټرو ته لوړ شي. علتونه يې ضعيفه اقتصادي وده، تجارتي او ګمرکي خطرات او همداراز په متحده آيالاتو، مکسيکو او چين کې د فابريکو پراخول او رغول په ګوته شوي دي. د ماتېس په خبره دا په داسې حال کې ده چې ټول بازارونه لا تاوده او ثابت دي. په اروپا کې ښايي د خلکو تقاضا ثابته پاته شي، په چين کې به د تېر کال په څېر تقريبا عين کچه تر سترګو شي، په داسې حال کې چې د امريکا په متحده آيالاتو کې تقاضا يو څه په کمېدو ده. خو اصلي شرط بيا دا دی چې تجارتي او اقتصادي کړکېچونه بايد په رغنده او پايښت لرونکې توګه حل شي. 

VDA-Präsident Bernhard Mattes
د جرمني د موټرو د صنعت د اتحاديې مشر، بېرنهارد ماتېسانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

له سخت برکزيټ څخه خبرداری

د ماتېس په وينا بايد د يو «سخت بکريټ» يعنې پرته له کوم تړونه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو مخه ونيول شي. دغسې يو کار ښايي هم د شرکتونو او هم د کارکوونکو له پاره يې ژورې پايلې ولري او د اروپايي ټولنې په ۲۷ هېوادونو کې ډېر خطرات ايجاد کړي. بريتانيا په دغه برخه کې د صادر شوو موټرو د شمېر له مخې د آلمان تر ټولو ستر تجارتي ملګری دی. په ۲۰۱۸ کال کې حتی دغه صادرات ۱۳ سلنه يعنې ۶۶۶ زرو موټرو ته راټيټ شوي دي. په متحده آيالاتو کې د وارداتي تعرفو لوړولو ته په پام سره ماتېس له اروپايي ټولنې او د امريکا له متحده آيالاتو څخه وغوښتل چې «هر هغه څه وکړي څو د خبرو اترو د لارې يوه رغونکې د حل لاره پيدا شي.»
د متحده آيالاتو د موټرو په بازار کې رکود، د آلمان موټر جوړونکي اوس هم حس کوي. فولکس واګن، آوډي او د دايملر مېرسدس بنز شرکت په فبرورۍ مياشت کې د خرڅلاو د کمېدو اعلان کړی دی. بي ام ډبل يو شرکت بيا په خپل پخواني حالت پاته دی، نه يې پرمختګ کړی او نه شاتګ.