1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د آلمان محکمې په حجاب کې د موټر چلولو اجازه ور نه کړه

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

یوې ښځي چې حجاب کوي، په محکمه کې د هغه قانون پر ضد دعوا کړې وه چې له حجاب سره موټر چلول پکښې منع دي. هغې استدالال کړی وو چې دا حکم یې دیني آزادي زیانموي. خو د آلمان د اساسي قانون محکمې یې غوښتنه رد کړه.

https://p.dw.com/p/2ucAe
Symbolbild Frau mit Niqab am Steuer
انځور: Imago/R. Kremming

د آلمان د اساسي قانون محکمې د دوشنبې په ورځ د یوي مسلمانې ښې هغه غوښتنه رد کړه چې غوښتل یې په آلمان کې هغه قانون چې له حجاب سره موټر چلول پکښې منع دي، رد کړي. دغې ښځي استدلال کړی وو چې د محکمې پخوانۍ پریکړه یې دیني آزادي له منځه وړي.

په کارلس روهه کې د آلمان د اساسي قانون محکمې وموندله چې دغه ښځه چې له اووه کلونو راهیسې حجاب پر سر کوي، و نه توانیدله دا په سمه توګه تشریح کړي چې ولې یې بندیز دیني آزادي زیانمنوي او یا دا چې که هغه پرته له حجاب څخه موټر وچلوي نو کوم زیانونه ورته متوجه کیدای شي.

د ترافیکو په قواعدو کې وروستي بدلونونه

د ترافیکو د قوانینو له مخې باید موټر چلوونکي داسې جامې اغوستي چې هرې خوا ته په سمه توګه وکتلی شي څو د نورو موټر چلوونکو ساتنه وشي. په قواعدو کې دا هم راغلي دي چې موټر چلوونکي باید همداراز داسې جامې وا نه غوندي چې پکښې د پیژندو وړ نه وي.

د دغه قانون هدف چې په سپتمبر میاشت کې تصویب شوی دی په اصل کې دا هم دی چې له پولیسو سره د ترافیکي سرغړونکو د پیژندلو او هغوی ته د سزا ورکولو په برخه کې مرسته کول دي.

دا نو په دې معنی ده چې ښځې نه شي کولای په داسې حال کې چې مخ یې پوښلی وي، موټر وچلوي او یا د موټر چلولو لایسنس ترلاسه کړي، دا ځکه چې هغوی نه شي کولای د لایسنس د ترلاسه کولو له پاره پوره چمتوالی ونیسي. خو دغې ښځې په محکمې کې ویلي ول چې هغه میړه نه لري په یوازې سر باید په داسې حال کې د خپلو اولادونو پالنه وکړي چې له ښاره په یوه لیري سیمه کې اوسیږي.