1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له تليفوني شرکتونو څخه جاسوسي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ شهریور ۲۳, یکشنبه

د امريکا ملي امنيت ادارې او د بريتانيا استخباراتي سازمان، د آلمان د تلي کام، نيت کولون او درو نورو شرکتونو څخه جاسوسي کوله. د دغو شرکتونو مسئولانو له حکومته غوښتي دي چي دغي موضوع ته رسېدگي وکي.

https://p.dw.com/p/1DByv
انځور: DW/K.Ben Belgacem

د هغو معلوماتو له مخي چي ايدوارد سنودن آلمانۍ اوونيزي «شپېگل» ته ورکړي دي، د امريکا متحدو ايالاتو د ملي امنيت ادارې او د بريتانيا استخباراتي سازمان د آلمان تلي کام او نيت کولون شرکتونو «سرورونو» ته لاس رسی لاره او له دې لاري ئې د دغو شرکتونو د مشتريانو تليفوني مکالمې اورېدلې او اينترنيتي کاراخيستني ئې څارلي دي.

د امريکا د ملي امنيت ادارې پخوانی کارکوونکی ايدوارد سنودن تر دې دمخه هم په خپلو افشاکونو سره د امریکا د ملي امنيت ادارې او بريتانيا د استخباراتي سازمان په اړه نړيوال غبرگونونه راپارولي ول.

که څه هم چي اوس ټوله روښانه دي چي د امريکا د ملي امنيت ادارې او د بريتانيا استخباراتي سازمان په ټوله نړۍ کي په ميليونونو تليفوني مکالمې اورې او انترنيتي پاڼي کنترولوي او جاسوسي ئې کوي خو دواړه سازمانونه د تلي کوم، نيت کولون او نورو درو آلماني شرکتونو جاسوسي هم کوي.

د شپېگل اونيزي د راپور له مخي دغو سازمانونو د «پټو کانالونو» له لاري په آلمان کي د پنځو مخابراتي شرکتونو سرورونو ته لاس رسی لاره.

په نړۍ کي د امريکا او بريتانيا د جاسوسۍ ۱۳ سروره

تر اوسه پوري ويل کيده چي د امریکا او بريتانيا جاسوسي سازمانونه د وچي ترمنځ د نوري فيبر د کنترول په برخه کي همکاري کوي. خو اوس د امریکا په ملي امنيت ادارې پوري مربوط اسناد ښيي چي دغه سازمان د انترنيت د کنترول له پاره په ټوله نړۍ کي ۱۳ سروره لري چي يو ئې په پټه په آلمان کي فعاليت لري.

د آلمان له امنيتي ادارو څخه د شرکتونو غوښتنه

د آلمان تلي کام شرکت له حکومته غوښتي دي چي د دباندنيو سازمانونو د جاسوسۍ په اړه اقدام وکي.

د تلي کام شرکت د امنيت رئيس توماس چريش د آلمان له تليفوني او انترنيتي شرکتونو څخه پر جاسوسۍ باندي د نيوکي په برخه کي وويل: «آلمان شبکو ته د دباندنيانو لاس رسی او جاسوسي د زغملو نه ده. موږ به په دې هکله هر ډول شکايت ته رسېدگي وکړو. پر دې سبيره مو امنيتي ارگانونه خبر کړي هم دي.»