1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د آلمان فدرال پارلمان د تابعیت مقرارت لا پسې سخت کړل

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د آلمان فدرال پارلمان یا «بونډستاګ» د دې هیواد د تابیعت په اړه یو جنجالي قانون تصویب کړ چي تر ټولو ډیر د ترهګرو ډلو جنګیالي، هغه کسان چي تر یوې ډیرې ښځي لري او هغه چي د خپل هویت په تثبت کي يې جعل کړی وي، ترې اغیزمنیږي.

https://p.dw.com/p/3LEYd
Deutscher Reisepass
انځور: Imago/STPP

نوي تغیرات په بونډستاګ کي د ایتلافي ګوندونو له خوا چي مسيحي دموکراټان او سوسيال مسيحيان، او سوسيال ډيموکراټان په کي شامل دي، په اکثریت سره تصوب شول. په دې ترتیب به نو د ترهګرو ډلو له جنګیاليو څخه چي دوه تابعیته لري او په بهرنیو هیوادونو کي فعالیت کوي، په راتلونکي کي د آلمان تابعیت واخیستل سي. څوک چي تر یوه ډیر ودونه لري، هم تر دې وروسته د آلمان تابعیت نه سي ترلاسه کولی. پر دې سربیره هغه کسانو چې د خپل هویت په تثبیت کي ناسم معلومات وړاندي کړي وي، کیدای سي تر لسو کلونو پورې خپل آلماني تابعیت له لاسه ورکړي. تر اوسه پورې دغه موده یوازې پنځه کاله وه.

دغه قانون باید د آلمان فدراله شورا یا سنأ هم تصویب کړي.

د آلمان د فدرال پارلمان د استازو په مجلس یا بونډستاګ کې د تابعیت اخیستلو په موضوع کي په ځانګړي توګه د «آلمان د ژوند په شرایطو کي د تنظیمیدو یا ځان عیارولو» فورمولبندي ډیره جنجالي پاته سوه. له دغه پراگراف سره به په راتلونکي کي هغو کسانو ته چي ډیر ودونه یې کړي وي، د آلمان تابعیت ورنه کړل سي.

د آلمان د لیبرال ډیموکراټانو ګوند مرستیال سټيفان تومای، که څه هم د څو ودونو کوونکو په اړه له فیصلې څخه هرکلی وکړ خو له پنځو څخه لسو کلونو ته د تابعیت د بیرته اخیستلو د مودې اوږدول یې نامناسب وبلل.

په همدې حال کي بیا چپیانو او زرغون گوند د ترهگرو ډلو جنگیالو څخه د تابعیت اخیستلو په اړه پر نوي پاراگراف باندي انتقاد وکړ او ویې ویل چي آلمان له دې سره ځان له مسؤلیت څخه خلاصوي. هغوی ټینګار کړی دی چې جنګیالي باید د یوې محکمې پر وړاندې څرګند سي.

د زرغون گوند وکیلې فیلیڅ پولات، دغه مقررات «د مهاجرت په سیاست کي یوه بله ضعیفه نقطه او د آلمان مهاجرې ټولنې ته یو غلط زیگنال» وباله. د هغې په خبره اوسنی ایتلافي حکومت په دې ډول سره د یوه عصري او دیموکراتیک مهاجر هیواد عام مقررات تر پښو لاندي کوي. خو د عوامپاله ښي اړخي د آلمان له پاره بدیل ګوند یا AfD د وکیل کریستیان ویرت، په نظر برعکس دغه تغیرات ډیر لږ دي. ده همدارنگه د خپل گوند له طرفه د تغیراتو یوه مسوده وړاندي کړه چي پر اساس یې په داخل کي هم د ترهگرو جنگیالیو څخه پاسپورټ اخیستل کیدای سي.

په همدې حال کي بیا د ایتلافي حکومت استازو له دغو تغیراتو څخه دفاع وکړه. د مسیحي دیموکراټانو څخه هانس یورگن ایرمر، د «آلمان د ژوند په شرایطو کي د تنظیمیدو» فورمولبندي د «اوسنۍ نړۍ د شرایطو مطابق» وبلله. په خبره یې څوک چي ډیر ودونه غواړي د دې نړۍ په ټولو اسلامي هیوادنو کي دا کار کولای سی خو هغه د آلماني قوانینو او مقرراتو سره مطابقت نه لري. د سوسیال میسیحانو استازي میشایل کوفر، بیا وویل: «څوک چي آلماني تابعیت په لاس راوړي باید زموږ ارزښتونه، زموږ دولتي او په ځانګړي ټوګه ټولنیز نظم ومني.»

د کارپوهانو په منځ کي هم د تابعیت مقرارتو سختیدل شخړه ایز پاته دي. ځينو ورڅخه هرکلی کړی او ځینو نورو بیا غندلی دی.

(qn/ms (KNA, dpa