د آلمان طبيعي ښکلي سيمي
په آلمان کې داسې طبيعي ښکلا لرونکي سيمي شته چې سړی یې تصور نه شي کولی: ښکلي او عجب شکل لرونکي غرونه، آبي اوبه او افسانوي ښکلا لرونکي سمڅې او غارونه. ددغو سيمو ځيني انځورونه دلته کتلای شئ.
د زاکسن سويس
د البه د سيند د کاڼو دا غرونه چې له دريسدن ښاره ډېر لېري نه دي، د غره ختونکو او گرځندوی ترمنځ ډېر محبوبيت لري. دا ځای دلته د موجودو غرونو د جوړښت، درو او سمڅو له کبله د زاکسن سويس په نوم هم مشهور دی.
شين کاسه جهيل
د شواب البه د غرونو په بلاوبيورن کې پروت د دغه شنه او آبي جهيل په هلکه ډېر نکلونه او کېسې شته. دا ډنډ د غرونو په يوه داسې لړۍ کې پروت دی چې د غارونو او سمڅو يو پراخ سسټم لري. په دې جهيل کې منگ لرونکې اوبه را ټوليږي چې د لمر رڼا منعکسوي او په دې سره دې جهيل ته دغه ځانگړی رنگ ورکوي.
د ليونه بورگ ورشوگانې
د هامبورگ، هانور او بريمن ترمنځ پراته د ليونه بورگ ډاگونه د اگست او سپتمبر مياشتو ترمنځ چې کله د ارغواني رنگ گلان وسپړي نو يوه ډېره په زړه پورې منظره وړاندي کوي. دا سيمه په ميليونو گلانونو پوښل شوي وي. دا چې په راتلونکي کې هم دا سيمه همداسې پاته شي، دلته د موټرو پر راتگ بندیز دی.
د رويگن سپين پاڼونه
د لويديځ يا بالتيک سمندرگي په رويگن ټاپو کې د گچ يا طباشيرو دغه پاڼونه۱۲۰متره لوړوالی لري. دغه پاڼونه کابو۷۰ ميليونه کاله پخوا رامنځته شوي دي. د دې ځای طبيعي ښکلا ډير انځورگران هم اغیزمن کړي دي چې په هغه کې مشهور رسام کاسپر ديود هم شامل دی. نوموړي په ۱۸۱۸م کال کې دغه منظره پر کينوس انتقال کړه او خپل تر ټولو مشهور رسم یې تخليق کړ.
د هيلگو لند «لنگ انا»
تر۱۸۶۰م کال پورې ۴۷ متره لوړ د «لنگ انا» په نوم دغه پاڼ له وچې سره د يوه طبيعي پله په وسيله نښتی وو. خو د وخت په تېريدو سره دغه پل ونړيد. په دې موخه چې دغه پاڼ نور زيانمن نه شي، په اوبو کې ورته يو استينادي ديوال جوړ شو. د هيلگو لند دا د طبيعي منظره ډېر سيلانيان را جلبوي.
د تريبیرگ آبشار
په تريبيرگ کې د گوتاخ سيند اوبه د ۱۶۳ لوړوالي څخه د اوو زينو له لارې ژورو ته لويږي. په دې ترتيب د تريبيرگ آبشار د آلمان تر ټولو لوړ آبشار دی. دا طبيعي منظره په ځانگړي توگه د واورو د ويلي کيدو او يا تر ورښتونو وروسته په ليدو ارزي. په ژمي کې هم د اوبو په کنگل کيدو سره دلته يوه ځانگړې ښکلې منظره وي.
د وادن سمندرگي
وادن سمندرگي په رښتيا هم د طبيعت يوه کرشمه ده. يونيسکو هم دا خبره درک کړې ده او په ۲۰۰۹م کال کې یې دا ساحه د نړۍ په کلتوري ميراث کې شامله کړه. دلته د مد و جزر د طبيعې پروسې له کبله د سمندر غولی تر څو کيلومترو وچ شوی او په دې ترتيب د لسو زرو څخه د زياتو بوټو او حيواناتو په توليد ځای بدل شوی دی.
د اندرناخ د يخو اوبو چينه او طبيعي فواره
ډير خلک د اندرناخ د سيمې د دې چېنې په ليدو چې اوبه یې د يوې فوارې په شکل پورته کيږي او بيرته ځمکي ته لويږي د آيسلند د اور شيندونکي ټاپو په اړه فکر کوي. خو دا فواره د آلمان د راين په منځنۍ دره کې پرته ده. په هرو دوو ساعتونو کې د اوبو يوه فواره تر څو متره پورې پورته کيږي.
جادويي افسانوي سمڅې
د تورنگن د سالفيلد دغه افسانوي سمڅې سوونه کاله پخوا د کان کيندنې په نتيجه کې رامنځته شوي دي. دغه غارونه په ۱۹۹۳م کال کې د خپلې ښکلا له کبله د نړۍ تر ټولو رنګه سمڅو په توگه د Guinness Book of Records یآ د «نړۍ د ريکاردونو په کتاب» کې شامل کړل شوي دي.
په متلخ کې د زار سيند حلقه
د زار سيند حلقه يا کړۍ د زارلند ايالت هغه مشهور انځور دی چې په پوست کارتونو کې چاپ شوی دی. په متلخ سيمه کې د زار سيند د انگلسي ژبی د «U» شکل خپلوي. دا يوه نه هيريدونکې په زړه پورې منظره ده.