آلمان افغانستان ته د ځواکونو د بیا استولو غوښتنه رد کړه
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهآلمان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد وو چې په افغانستان کې يې تر ټولو ډير شمیر سرتيري درلودل. آلماني سرتيري د کندز په شمول د افغانستان په شمالي ولایتونو کې پوځي ماموریت درلود. آلمان تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د بل هر ځاي په پرتله خپل تر ټولو ډير سرتيري په کندز کې له لاسه ورکړي دي.
د کندز ښار مرکز، د يکشنبې په ورځ د طالبانو لاس ولويد. طالبانو د تيرو درو ورځو په جریان کې د جوزجان، سرپل او تخار ولایتونو مرکزونه هم نيولي دي. طالبانو دغه پوځي پرمختګونه له می میاشتې راهيسې چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتل پيل شوي، ترلاسه کړي دي.
رويټرز له برلین څخه ليکي چې د آلمان دفاع وزيرې، اناګريت کرامپ-کارنباور، پر ټويټر ليکلي دي چې «له کندز او ټول افغانستان څخه رپوټونه ډير ترخه او دردونکي دي.»
هغې زياته کړې: «آیا ټولنه او پارلمان چمتو دی چې جګړې ته وسلوال ځواکونه وليږي او هلته خپل ډير سرتيري لږ تر لږه د یوه نسل له پاره پريږدي؟ که دې ته چمتو نه یو، بیا خو له خپلو شريکانو سره په ګډه وتل د یو ښه تصمیم په توګه په خپل ځای پاتې کيږي.»
د کرامپ-کارنباور د محافظه پاله ګوند يو شمیر غړي غواړي چې د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه واخلي، خو هغې ويلي دي چې د طالبانو ځپل یو اوږده او سخت کمپاين ته اړتیا لري.
امریکا متحده ایالاتو په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به ټول امریکايي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱مې پورې وباسي. له دغه اعلان وروسته ناټو سازمان هم دغه لار تعقیب کړه. خو د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم جګړو زور واخیست او طالبانو ډيرې سیمې له حکومت څخه ونیولې.
د آلمان دفاع وزيرې د افغانستان د شخړۍ په تړاو د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر، دونالد ترمپ تورن کړ چې د افغانستان ماموریت يې کمزوری کړ، په داسې حال کې چې د هغه ځای ناستی جو بایدن د ځواکونو د وتلو سیاست عملي کوي.
هغې ويلي دي چې «طالبانو سره د ترمپ بدمرغه معامله د يوې پای پیل وو»، هغه یو توافق چې ترمپ په ۲۰۲۰ کال کې طالبانو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د استلو له پاره وکړ.
رويټرز/م.ک.ص./ب.ص.