1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان د کار په بازار کې تر اټکل ډېر مهاجر مدغم شوي»

۱۳۹۸ شهریور ۱۹, سه‌شنبه

آلمان ته د ډېرو پناه غوښتونکو تر راتګ څلور کاله وروسته، د مهاجرو د ادغام مسئوله د کار په بازار کې د مهاجرو د جذبیدو له بهیر څخه خوښه ده. هغې د کار په بازار کې د ښځینه مهاجرو د جذب له پاره د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/3PLSO
Deutschland Flüchtlinge und Arbeit | Flüchtlinge in Hotel auf Sylt
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius

په آلمان کې د ادغام د چارو مسئولې میرمن انیته ویدمن ماوتس، د آلمان د کار په بازار کې د پناه غوښتونکو او مهاجرو د جذب له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه. میرمن ماوتس، د «راینیشه پوست» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «په تیرو څلورو کلونو کې د کار په بازار کې د مهاجرو د جذب بهیر په مراتبو تر هغه ښه شوی دی چې کارپوهانو یي اټکل کړی وو.» د هغې په خبره د هغو مهاجرو شمیر پر مثبت لور روان دی چې اجتماعي بیمه ورکوي.

د دغې چارواکي په خبره په همدې منځ کې ۳۹۹ زره مهاجر په کار مصروف شوي دي چې د هغو له جملې څخه ۳۲۴ زره تنه یي اجتماعي مالیه ورکوي.

میرمن ماوتس زیاته کړه: «په عین وخت کې د هغو شرکتونو او کارخانو شمیر هم مخ پر ډیریدو دی چې مهاجرو ته د کار زمينه مساعدوي.» د دې په اند په دې برخه کې باید لا زیاتې هڅې وشي.

دغې آلمانۍ سیاستوالې د کار په بازار کې د ښځو د ادغام په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه: «د کار لرونکو ښځو شمیر د نارينه وو په پرتله ډیر کم دی. دا په داسې حال کې ده چې ډيري ښځې د کار او مسلک له زده کړې سره لیوالتیا لري او سړو ته ورته تحصیلي اسناد لري.»

د ادغام د چارو دغې مسئولې په خپله مرکه کې زیاته کړه: «تیر کال یوازې ۱۳ سلنه د هغو مهاجرو چې کار کوي او مالیه ورکوي، ښځې وې.»

هغې وویل چې په کارخانو، شرکتونو او هغو ښوونځیو کې چې د مسلک د زده کړې(Berufsschule)  له پاره ځانګړې شوي دي، هغو ښځو ته چې کوچني ماشومان لري د مسلک د زده کړې پلانول ستونزمن وي. د دې په خبره داسې ښځو ته باید د نیمه کار یا وقفه یي وختونو کې د مسلک د زده کړې زمينه مساعده شي.

د آلمان د ادغام د چارو مسئولې د مهاجرو د شغل کچې یادونه هم وکړه او ویې ویل: «تر نیمایي ډیر کار لرونکي مهاجر... د متخصصې کاري قوې په توګه په کار مصروف دي.»

نوموړې زیاته کړه هغه مهاجر چې په ساده کارونو مصروفه دي، اوس هم ډیر زیات دي او باید دوی ته فرصت ورکړل شي چې د خپلو ساده کارونو په چوکاټ کې، د لا زیاتو مهارتونو ترلاسه کولو امکانات ولري.

آژانسونه/ش.ن/ن.ز