«د آلمان د ښی اړخې افراطي ډلي ځيني غړي اوس هم وسلې لري»
۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبهکه څه هم د آلمان پولیس هڅه کوي چې د ښې اړخي افراطي ډلې «رایشس بورګر» غړي بې وسلې کړي، خو بیا هم د دې ډلې په سونو غړي د وسلو د لیږد جواز او وسلې لري.
د آلمان د NDR او «زود دویچه څایتونګ» رسنۍ د یوې ګډې څیړنې پایلې ښيي چې اوس هم ددغه ډلې تر ۶۰۰ پوري غړي د توپانچو او توپکانو د لیږد جوازونه لري. څیړنه ښيي چې د آلمان پولیس تر اوسه پوري توانیدلي دي چې د دغې ډلې تر نیمایي غړو څخه د وسلو د لیږد جوازونه بیرته واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې نزدې دوه کاله مخکې د آلمان د ټولو ۱۶ ایالتونو د کورنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې دغه ډله باید بې وسلې شي. دغه پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې په بایرن ایالت کې د «رایشس بورګر» ډلې یوه غړي یو پولیس وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.
د «رایشس بورګر» ډلې غړي څوک دي؟
د «رایشس بورګر» خوځښت چې تحت الفظي معنی یي د «امپراتورۍ اتباع» کیږي په دې نظر دي چې په ۱۹۳۷م کال کې د آلمان د هغه وخت سرحدونه اوس هم موجود دي او دا چې د آلمان اوسنی فدرال حکومت د متحدو ځواکونو لاسپوڅی دی.
د دې ډلې غړي د آلمان د اساسي قانون، حکومت، پولیسو او محکمو له منلو ډډه کوي. د دې ډلې ځینې غړي بیا د یهودانو ضد نظرونه هم لري.
د آلمان د کورني استخباراتو ادارې د معلوماتو له مخې تر ۱۸۰۰۰ پورې کسان د دې ډلې غړي دي. د هغوی له ډلې څخه یو شمیر یې د «له تاوتریخوالي ډکو ښی اړخو افراطیانو» په توګه درجه بندي شوي دي.
په دغه څیړنه کې دې ته اشاره شوې ده چې ددغې ډلې غړي زیاتې وسلې لري. د بیلګې په توګه یوازې په براندن بورګ ایالت کې د «رایشس بورګر» ۳۷ غړی ۱۵۰ وسلې لري. په تورنګن ایالت کې بیا د دې ډلې ۱۸ غړي ۷۹ توپکه لري.
د ښاروالیو چارواکو تر دې مخکې له دې سر ټکاوه چې هغوی د دې ډلې د ټولو پیژندل شويو غړو د بې وسلې کولو له پاره کافي امکانات نه لري او دا چې د وسلې جواز باطلولو بهیر ډیر اوږد دی.
زموږ له آرشیف څخه: