د آلمان د موټر جوړونې صنعت
آلمان په نړیواله کچه د موټر جوړونې د تخکیک په برخه کې ځانګړې شهرت لري. په نړیواله کچه له آلماني موټرو سره لیوالتیا زیاته ده چې اساسي دلیل یې د دغو موټر د انجن یا ماشين کیفیت دی.
له آلماني موټرو سره مينه
آلمان د موټر جوړونې مختلف مارکونه او شرکتونه لري چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یې خلک خوښوي. په دوی کې مرسیدز، BMW، پورشه، فولکس واګون او داسې نور شامل دي.
ځوان نسل اوډي مارک موټرې ډیر خوښوي
پخوا به آلمانانو مرسیدیز مارک موټر ډیرې خوښولی خو اوس په دې وروستیو کې د ځوانانو تر منځ د اوډي مارک مينه وال ډیر شوي دي.
پورشه
په آلمان کې جوړې شوي پورشه موټر د نړۍ د لوکسو موټرو په کتار کې ځای لري. د دې کمپڼۍ یا مارک مختلف ماډلونه د نړۍ په شتمنو خلکو کې ډیر محبوبیت لري.
د ډیزل رسوایې
نږدې دوه کاله مخکې د فولکس واګون کمپنۍ د موټرو په لوګي کې د زهرجن ګازو په اړه رسوایې رامنځته شوه. خو اوس په دې رسوایې کې د موټر جوړونې یو شمیر نور شرکتونه هم ښکيل شوي دي.
آلمان په موټر جوړونه کې تر ټولو مخکې دی
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ م کالونو کې په نړیواله کچه د موټرو د صادراتو په برخه کې د آلمان کچه ۲۲ سلنه وه. دا کچه د نړۍ د ټولو موټر جوړونکو هیوادونو په پرتله لوړه ده.
مرسیدز: په نړۍ کې تر ټولو مشهوره آلماني موټر
د آلمان په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مرسیدز یو خاص نوم او شهرت لري.
چینایان آلماني موټر ډیر خوښوي
د آلمان د موټر جوړونې صنعت له پاره چين ځانګړي اهمیت لري. چين ۲۳ سلنه موټرې له آلمان څخه واردوي. په چين کې د کم مصرفه موټرو مينه وال ورځ تر بلې ډیږیږي.
برقي موټر
په آلمان کې له برقي موټرو سره لیوالتیا مخ پر ډیریدو ده. د آلمان د پوسته رسونې ادارې د الکترونیکې یا برقي موټرو استعمال لوړ کړی دی.