1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرو چارو پر ادارې نوي تورونه

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

گومان کیږي چې د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې (بامف) د بریمن ښار په څانګه کې د پناه غوښتنو د ناسمو پریکړو په هکله معلومات درلودل. د بریمن د بامف پر چارواکو تور دی چې د پناه غوښتني د مثبت ځواب په بدل کې یې رشوت اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/2y3lJ
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

آلماني رسنیو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د مهاجرت او پناه غوښتني په چارو کې د دغه هیواد د فدرالي ادارې د بریمن ښار په یوه څانګه کې د پناه غوښتني د مثبتو ځوابونو په تړاو د ممکنه ناقانونه کارونو په هکله معلومات درلودل.

په آلمان کې د «دیر شپیګل» په نامه خبري مجلې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دوی له خوا په لیدل شوو ایمیلونو کې ښکاري چې د بامف د ادارې مشر یوتا کاردت د ۲۰۱۷م کال په فبروري میاشت کې د بریمن په څانګه کې د پراخو ګډوډیو په هکله داخلي ایمیلیونه او معلومات ترلاسه کړي ول.

په آلمان کې «ان. ډي. آر» او د «زود دویچه څایتونګ» په نامه رسنیو هم د دغو داخلي ایميلیونو پخلی کړی دی. دغه ايميلونه د دې ښکارندويي کوي چې د «بامف» ادارې مشرتابه تر دې وړاندې په دې هکله معلومات درلودل. دغو رسنیو د اړوند یوه ریاست د مشر له خوا د لیږل شوي یوه ایمیل په حواله لیکلي دي چې پکې د ډیر تفصیل او کنجکاوۍ د موندلو پرته د یوې پلټنې غوښتنه شوې ده.

بامف يې نه مني

خو د مهاجرت او پناه غوښتني په چارو کي د آلمان فدرالي ادارې (بامف) بیا د يادو رسنیو رپوټونه نه مني. د بایرن ایالت په نورمبرګ ښار کې، چیري چې د «بامف» مرکزي دفتر موقعیت لري، د مهاجرت د ادارې یوه ویاند د يکشنبې په ماښام وويل: «د [بامف] فدرالي ادارې مشر داسې کوم ایمیل نه دی ترلاسه کړی چې پکښې داسې ویل شوي وي چې له تفصیل پرته دې د هرڅه څیړنه وشي او د نه کنجکاوي کلمه هم نه ده کارول شوې.»

Bamf-Präsidentin Jutta Cordt PK
د بامف مشره د بریمن په ښار کې د فساد له امله تر ډیر فشار لاندې دهانځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

نوموړي همدا راز وویل چې کارد د دې ادارې یوه ریاست ته لیږل شوی یوازې یو ایمیل ترلاسه کړی چې پکې د پلټنې او په بریمن ښار کې د پناه غوښتنو د پریکړو د ممکنه لغو کیدو غوښتنه شوې ده.

د ممکنه رشوت اخیستلو پیښي

د روان کال په اپریل میاشت کې د بریمن ښار څارنوالۍ اعلان وکړ چي په دغه ښار کې د «بامف» ادارې یوې پخوانۍ چارواکې له څلورو نورو کسانو سره یوځای د رشوت اخیستنې په تور ترې پوښتني گروېږني رواني دي. د چارواکو په حواله دغو کسانو د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶م کلونو په منځ کې د پناه غوښتني شاوخوا ۱۲۰۰ داسې دوسیو ته مثبت ځوابونه ورکړي دي چې د پناه غوښتني شرایط یې نه ول پوره کړي او د هرې پریکړې په بدل کې یې رشوت اخیستی دی.

د بامف د مرکزي ادارې مشر کوردت د تیرې جمعې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د مې میاشتې پر ۱۸ نیټه» په دې تړاو ویلي ول چې له ۲۰۰۰م کال راهیسې په بریمن ښار کې د پناه غوښتني ټولې مثبتې ۱۸۰۰۰ دوسیې به په راتلونکو دریو میاشتو کې له سره وڅیړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: