1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت په سياست کې د یو لوی بدلون امکان

۱۳۹۷ مرداد ۲۸, یکشنبه

آلمان حکومت د مهاجرت پر داسې يو قانون کار کوي تر څو يې له لارې متخصص بهرنیان وشي کړای په اسانۍ آلمان ته راشي. په دې برخه کې د مودو راهيسي ډير اختلافات او مشاجرې شوې، خو اوس يې په اړه سياستوال یو توافق ته نژدې شوي دي.

https://p.dw.com/p/33OMe
Türkische Gastarbeiter treffen in Deutschland ein
انځور: picture-alliance/dpa/W. Hub

په آلمان کې له شلو کلونو راهیسې د مهاجرت پر يو قانون د سیاسي ګوندونو ترمنځ بحثونه او مشاجرې روانې دي چې د سياستوالو ترمنځ يې شخړې او اختلافات هم لرلي دي. خو اوس دوی په دې اړه یو توافق ته نژدې شوي دي.

 په دې برخه کې لومړنۍ مسوده وړاندې شوې ده. په دغې مسوده کې د آلمان د کار، اقتصاد او کورنيو چارو وزيرانو پر داسې ټکو باندې توافق کړی دی چې پر مټ يې بايد آلمان ته د متخصصې کارې قوې راتلل آسانه شي. ځکه د آلمان د اقتصادي بنسټونو په حواله، دغه هيواد د ۱.۶ ميليونه متخصصې کاري قوې له کمښت سره مخ دی. په همدا دليل د مهاجرت قانون له مسودې ډير ملاتړ کيږي. د آلمان د صنعت او تجارت د خونې ادارې (DIHK) رئيس اريک شوايستر، د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې دا د شرکتونو او متخصصو کاري قوې له پاره يو مثبت زيګنال دی تر څو «هغوی وشي کړاي په فوري توګه متخصصې کارې قوې له بهر څخه هم استخدام کړي.»

 آلمان د مهاجرت يو هيواد؟

آيا آلمان د مهاجرت يو هیواد دی؟ دغې پوښتنې ته د المان سوسيال دموکرات او زرغون ګوندونه مثبت ځواب، خو محافظه کار ګوندونه بيا منفي ځواب ورکوي. د مهاجرت موضوع له کلونو راهيسې په آلمان کې د يوې جنجالي موضوع په توګه تر بحث لاندې ده. په همدې دليل هم په دغه هيواد کې د مهاجرت قانون د يوې طرحې جوړيدل دومره اسانه کار نه دی.

 د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل چې د آلمان د مسيحي دموکرات محافظه کار ګوند مشره هم ده، په دې اړه ويلي دي: «دا مونږ له پاره د سياسي پلوه هم د خوښۍ وړ نه ده.» ځکه په پام کې ده داسې انسانان آلمان ته راشي چې غواړي په ثابته توګه په آلمان کې کار وکړي او دلته به هم هغوی ته له لسو کلونو وروسته اړتيا لیدل کيږي.

مرکل زياته کړه چې د مهاجرت موضوع په اړه، د «جرات» او «اټکل» څخه جوړ يو ترکيب ته اړتيا ده. په دې هکله د هغې په ګوند کې په دقيقه توګه د اوږدې مودې راهيسې يو لړ ملاحظات موجود ول.

د آلمان اقتصادي معجزې له پاره کاري ميلمانه

په دوو لسيزو يعنې ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو کې کوم چې د آلمان د اقتصادي معجزې په توګه ياديږي، آلماني شرکتونو په کې بهرنۍ کارې قوې ته اړتيا درلوده. په همدې دليل د آلمان حکومت له بهر څخه په پراخه کچه کارګران وغوښتل.

 د کار دغه بشري قوه تر هر څه دمخه په فابريکو کې په کارونو ګمارل کيده. هغه وخت له ايتاليا، ترکيې، او يونان څخه په ميليونونو کارګران چې «ميلمه کارګران» يې بلل آلمان ته راغلل. خو په آلمان کې په دوامداره توګه د هغو د پاتې کيدو په برخه کې کوم مشخص پروګرام شتون نه درلود. له هماغه وخت راهيسې په آلمان کې د مهاجرت قانون اړوند بحثونو کې شخړې رامنځ ته کيږي.

شفافيت او روڼتیا

د آلمان اوسنی ائتلافي حکومت چې له درو ګوندو، مسيحي دموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال دموکرات ګوندونو څخه جوړ دی، په فبروري مياشتې کې يې د همدې ائتلاف د قرارداد پر وخت توافق وکړ چې د مهاجرت يو نوی قانون به جوړوي. د مهاجرت قانون له پاره په جوړه شوې مسوده کې راغلي دي چې د مهاجرت قانون اصول بايد «زمونږ د اقتصاد له اړتيا» سره مطابقت ولري او هر څه باید په شفافیت او رونټيا سره طرح ريزي شي.

په دې برخه کې يو لړ محدوديتونه باید له منځه يوړل شي. د بیلګې په توګه په لومړنيو څيړنو کې بايد تر اوسه د دې تضمين شوی وای چې د کار په ګمارلو کې ځایي اوسیدونکو ته ترجيح ورکول کیږي.

سربيره پر دې، څرنګه چې تر اوسه معمول ده، بهرنيان يوازې په هغو کاري برخو کې ګمارل کيږي چې د تقاضا کونکو شمیر يې لږ وي.

د آلمان سوسيال دموکرات ګوند اوس په دې بریالی شوی دی چې د مهاجرت قانون په تړاو خپلو غوښتنو ته ورسيږي. په دې اساس بايد په راتلونکې کې آن داسې کسان هم وشي کړای آلمان ته راشي چې لا په دغه هيواد کې د کار له پاره هيڅ مثبت ځواب نه لري.

 د آلمان د کار وزير هوبرتوس هایل په دې اړه وويل چې هغوی په راتلونکې کې نيم کال وخت لري تر څو په آلمان کې يو کار ولټوي. هغه زياته کړه: «دا هم باید ممکنه وي چې د کار تقاضا کونکي، په آلمان کې هم وشي کړی او ورته نورو شيانو له پاره د بروکراتيک فورمونو او د کسبونو د رسميت له پاره تقاضاوې وړاندې کړي.» د هغه له نظره، دغه کار کولی شي د تقاضاو د څيړنې بهير چټک کړي.

د مهاجرو د راتلو پر سر اختلافات

 آلماني اتحاديو او د اپوزيسيون ګوندونو د مهاجرت پر نوې طرحې نيوکه کړې ده. د آلمان د اتحاديو له ټولنې څخه اينلي بودتنباخ وويل چې د دغې نامنظمه طرحې څخه د لا ډیر شفافيت تمه نه شي کیدلای.

د آزاد يا ليبرال دموکراتانو ګوند، بيا مهاجرميشتو کاميابو هيوادونو ته په کتو، په دغې مسوده کې د يوه اساسي ټکي کمښت احساسوي.  

د آلمان ګيڼ اړخ ګوند بيا داسې نيوکه کړې ده چې نور هيوادونه به د متخصصو کاري افرادو له کمښت سره مخ شي که چيرته دغه افراد آلمان ځان ته جذب کړي.

د زرغون ګوند مثبت غبرګون دا وو چې تر هر څه دمخه مسیحي دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونه چې تر دې مخکې د مهاجرت پر قانون يې ډير مخالفتونه کړي دي او ادعا يې کوله چې آلمان د مهاجرت يو هیواد نه دی، اوس بلاخره د واقعيت ليدو ته مخ کړې ده.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: