د آلمان د مهاجرت نوی قانون څخه څه تمې کيږي
۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبهد آلمان په حکومت کې د دوو اتحادي ګوندونو تر منځ د مهاجرت موضوع پر سر اختلافاتو تر دې حده زور واخيست چې حتې د مرکل په مشرۍ د ائتلافي حکومت د ړنګيدو ويره يې خپره کړې وه. دغو اختلافاتو چې ډير وخت يې دوام وکړ، بلاخره د پرله پسې جنجالي اوږدو بحثونو او خبرو اترو وروسته په واک کې شريک درې واړه ګوندونو داسې يوې هوکړې ته ورسيدل چې د مهاجرت پر موضوع به يو نوی قانون جوړوي.
د آلمان اوسنی ائتلافي حکومت له درو ګوندونو څخه جوړ دی. د صدراعظمې انګلا مرکل په مشرۍ مسيحي دموکرات، د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر په مشرۍ مسيحي سوسيال چې دواړه اتحادي ګوندونه هم ياديږي او سوسيال دموکراتان.
مسلکي او تعلیم يافته مهاجرو ته اسانتياوې
د دغو ګوندونو تر منځ د شوې هوکړې له مخې، په پام کې ده د روان کال تر پايه پورې په آلمان کې د مهاجرت يو نوی قانون تصويب شي. داسې بريښي چې په نوي قانون کې به د انګلا مرکل مهاجر پلوه سياست، نور د پخوا په څير نرم نه وي. په نوي قانون کې به د مهاجرت په چارو کې د قانون د سختولو پر ځای سهولتونه رامنځ ته کیږي. د بيلګې په توګه آلمان به خپلې دروازې د مسلکي او لوستو افرادو پر مخ پرانيستې پريږدي او د اقامو په چارو کې به يې اسانتياوې رامنځ ته کوي.
دغه توافق ته تر رسيدو وروسته، سوسيال دموکراټ ګوند په خپلې يوې اعلاميه کې وويل، آلمان چې حاضردمه د مهاجرت په چارو کې کوم د بيروکراسۍ سيستم روان کړی دی، له حده زيات بيکاره او ناسم دی.
د نوي توافق له مخې، هغه مسلکي کسان چې خپل هيوادونه پريږدي او آلمان ته راځي، هغوی ته به د پواينتونو له مخې په آلمان کې د اوسيدو اجازه ورکول کیږي.
د کار بازار ته د لار موندلو شرط
په دغې هوکړه کې ويل شوي دي چې آلمان د خپلې کلنۍ اقتصادي ودې ته په کتو، هر کال ۲۵ زره کسانو ته د کار اجازه ورکوي. په هوکړه کې دا هم ويل شوي دي چې د هغو مسلکي او تعليم يافته افرادو له پاره چې آلمان ته راځي او په دغه هيواد کې د اوسيدو غوښتونکي وي، د اقامو د ورکړې په لاره کې يې چې کوم خنډونه موجود دي هغه به له مخې لري کيږي.
نوې هوکړه حکم کوي چې هر شخص په آلمان کې د اوسيدو اجازه يوازې په هغه صورت کې ترلاسه کولای شي چې وشي کړای د کار په بازار کې ځان ته ځای پيدا کړي.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: