1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند نوې مشره او د میرکل ځای ناستې

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

انه ګرېت کرمپ کارن باور د ګوند د اکثریت رایو په ګټلو سره د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند مشره او د انګلا میرکل ځای ناستې وټاکل شوه. نوموړۍ مخکې تر دې د دغه ګوند د عمومي سکترې په توګه فعالیت درلود.

https://p.dw.com/p/39jPe
Deutschland CDU-Parteitag in Hamburg Kramp-Karrenbauer und Merkel
انځور: Reuters/F. Bimmer

د آلمان مسیحي دیموکرات ګوند د جمعې په ورځ (د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه) د ګونډي غونډې په ترڅ کې د رایو په اکثریت سره انه ګرېت کرمپ کارن باور د دې ګوند مشره وټاکله. تر دې وخته پورې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د صدارت د مقام تر څنګ د ګوند د رهبرۍ مسئولیت هم پر غاړه درلود.

د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند(CDU)  درو تنو برجسته غړو د دغه ګوند عمومي سکرترې انه ګرېت کرمپ کارن باور، حقوقپوه فریدریش مېرڅ او د آلمان د روغتیا وزیر ينس شپان د دې ګوند د مشرۍ له پاره ځانونه کانديدان کړي ول.

په کنګره کي ګډون کوونکو ګوندي استازو د رايه اچونې په لومړي پړاو کي و کانديدې انه ګرېت کرمپ کارن باور ۴۵۰ رايي، فريدريش مېرڅ ۳۹۲ رايي او ينس شپان ۱۵۷ رايي تر لاسه کړې. خو دا چي په دغه رايه اچونه کي يو کانديد هم اړين مطلق اکثريت تر لاسه نه کړای شو، نو ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدلې. په دې توګه نو د دويم پړاو ټاکنې د کرمپ کارن باور او فريدريش مېرڅ تر منځ تر سره سوې، په کوم کي چي کرمپ کارن باور ۵۱۷ رايي ترلاسه کړې او فريدريش مېرڅ ۴۸۲ رايي خپلې کړې. په دې توګه نو کرمپ کارن باور د آلمان د مسيحي دموکرات ګوند (CDU) نوې رئيسه او د انګلا مېرکل ځای ناستې وټاکل شوه.

Deutschland CDU-Parteitag in Hamburg Kramp-Karrenbauer, Merz und Spahn
د مسیحي دیموکرات نوې مشره انه ګرېت کرمپ کارن باور، حقوقپوه فریدریش مېرڅ او د آلمان د روغتیا وزیر ينس شپانانځور: Reuters/F. Bensch

انه ګرېت کرمپ کارن باور د آلمان په زارلنډ ایالت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي او له ۳۴ کلونو راهیسې د خپل میړه سره ګډ ژوند کوي. کارن باور د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل ته یو د باور وړو کسانو څخه شمیرل کیږي او په مختلفو دولتي پوستونو کې کاري تجربه لري. دغې سیاستوالې د سیاسي علومو او حقونو په څانګه کې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړۍ دری ماشومان لري او د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ مياشتي راهيسي د مسيحي دموکرات ګوند عمومي سکرتره ټاکل شوې وه. دغه ۵۲ کلنه سياستواله په زارلند ايالت کي د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۱ کالونو تر منځ په بيلو ايالتي حکومتي دورو کي د کورنيو چارو بيا د ښوونې او روزنې او بيا د ټولنيزو چارو وزيره پاتې شوې ده. نوموړې په لومړي ځل په  ۱۹۹۸ کال د آلمان و مرکزي پارلمان یا بُندستاګ ته د وکيلي په توګه بريالۍ شوه. کارن باور له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۱۸ کال پوري د زارلند د ايالتي پارلمان غړې ده.

کرمپ کارن باور، د جمعې په ورځ د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند د مشرې په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې CDU  یا مسیحي دیموکرات ګوند چې په اوس وخت کې د دغه هیواد سیاسي واک په لاس کې لري باید د یوه قوي ولسي ګوند په توګه باقي پاتې شي.

د یاد ګوند دغې نوې مشرې د یوه «پیاوړي، په داخل کې خلاص او له بهر څخه محفوظه اروپا»، او اروپا د امنیت شورا تر څنګ د اروپایې پوځ له مفکورې څخه ملاتړ وکړ.

نوموړۍ همدرانګه د (CDU)  ګوند استازو ته په خپله وینا کې د آلمان ډیجیټال کولو، د حکومت پياوړې کولو، د کارګرانو د مسلکي خونديتوب او مسیحي دیموکرات ګوند قوي کولو ته اشاره وکړه.