1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللي

۱۳۹۵ دی ۲, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین، په يوه ناڅاپي او لنډ سفر افغانستان ته تللې ده. په پام کې ده چې هغه به په مزار شریف کې له آلماني ځواکونو سره وويني.

https://p.dw.com/p/2UhgS
Afghanistan Masar-i-Sharif Besuch Ursula von der Leyern, Verteidigungsministerin
انځور: picture-alliance/dpa/G. Fischer

د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین، په یوه لنډ او ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلې ده. د مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) دغه سیاستواله د کريسمس یا مسیحي اختر په درشل کې په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو پوځي اډې ته ورځي. همدا تیره اوونۍ د آلمان پارلمان یا بوندستاگ په افغانستان کې په یوه نړیوال ماموریت کې د آلماني پوځونو ونډه د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري وغځوله.

«پریکړنده ملاتړ»

په پریکړنده ملاتړ نومې ماموریت کې د آلماني ځواکونو شمېر ۹۸۰ سرتیرو ته رسیږي. د ناټو په مشرتوب په دغه ماموریت کې آلمان د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورو او ملاتړ په برخه مرسته کوي. دغه ماموریت په یوه اظطراري حالت کې په افغانستان کې د بیا رغاونې د پروژو د بهرنیو کارکوونکو ساتنه هم کوي.

له ۱۲۰۰۰ عسکرو سره د ناټو ماموریت

وسله والو طالبانو په نومبر میاشتې کې په مزار شریف کې د آلمان پر کونسلگرۍ برید وکړ. د برید په پایله کې ودانۍ دومره زیانمنه شوه چې نوره د استعمالیدو وړ نه ده. چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او تر سلو زیات یې ټپیان کړي ول. اوسمهال ناټو په افغانستان کې ۱۲۰۰۰ عسکر لري. د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسید.