1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزيره ښايي يوه ښځه سي

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۲۴, یکشنبه

د آلمان په نوي ايتلافي حکومت کي کېدای سي چي په اول وار د دفاع وزيره يوه ښځه شي. دا تر هغه وروسته چي د آلمان د سوسيال ديموکرات اکثريت غړو له مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال سره د يو ستر ائتلافي حکومت د جوړيدو موافقه وکړه.

https://p.dw.com/p/1AZxr
انځور: JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images

د آلمان په تاريخ کي دا دريم وار دی چي له سترو ګوندونو څخه يو ستر ائتلاف جوړيږي. خو د آلمان د فدرالي جمهوريت د بېلابېلو وزارتونو له پاره هم ښايي حيرانونکي تصميمونه ونيول شي چي د دي هيواد په تاريخ کي ساري نه لري.

يو تصميم ښايي دا وي چي د د دفاع وزارت چاري يوې ښځي ته وسپارل شي. د کار او ټولنيز چارو اوسنۍ وزيره، اورزولا فون درلاين، ښايي په نوې کابينه کي د دفاع وزيره شي. دغه وړاندوينه د آلمان د ډيرو رسنيو له خوا شوي ده. له برلين څخه رسنيو ته د رسيدلو رپوټو له مخي د دفاع اوسنی وزير، توماس ديميزير ښايي بيرته د کورنيو چارو وزير شي.

فون درلاين او ديميزير دواړه د صدراعظمي انګیلا ميرکل د مسيحي ديموکرات ګوند غړي دي. که څه هم داچي څوک به د کوم وزارت مقام تر لاسه کړي، د يکشنبې ورحي تر پايه پوري ښايي معلوم شي، خو ائتلافي ګوندونو د ئتلاف په تړون کي موافقه کړې ده چي ګوم ګوند د کوم وزارت مشرتوب پر غاړه واخلي. مسيحي ديموکرات چي د خپل ګوند مشره انګيلا ميرکل يې بيرته د صدارت مقام له پاره کانديده کړې ده، د دفاع، کورنيو، ماليي، روغتيا او د ښووني او روزني وزارتونه به تر خپل کنترول لاندي ولري.

زيګمار ګابرايل (په منځ کي) کيڼ اړخ ته فرانک والتر شتاين ماير
زيګمار ګابرايل (په منځ کي) کيڼ اړخ ته فرانک والتر شتاين مايرانځور: John MacDougall/AFP/Getty Images

د «راينيشر پوست» او «شپېګل آن لاين» د رپوټونو له مخي د مسيحي ديموکرات عمومي مشي هيرمن ګرويه، ښايي د روغتيا نوی وزير شي. دا چي د ښووني او رزوني اوسنی وزير، يوهانه ونکا به پر څپل مقام پاته شي که نه، تر اوسه پوري روښانه نه ده.

مسيحي سوسيال دري وزيران لري

د ستر ايتلاف بل مهم ګوند، مسيحي سوسيال چي د انګيلا ميرکل د مسيحي ديموکرات متحد ګوند هم ګنل کيږي او يوازي په بايرن ايالت کي استازيتوب لري، په نوې کابينه کي دري وزارتونه اشغالوي: د ترانسپورت او ديجيتالي مواصلاتو نوی وزير ښايي د نوموړي ګوند اوسنی عمومي منشي، الکساندر دوبرينت شي. د «بيلد ام زونتګ» د رپوټ له مخي د ترانسپورت اوسنی وزير، پيتر رامزاور له کابيني څخه وځي. د کورنيو چارو اوسنی وزير، هانس پيتر فريدريش ښايي د کرهڼي وزير وګرځي. دا چي څوک به د پرمختيايي چارو وزارت پر غاړه واخلي لا تراوسه روښانه نه ده.

په نوې کابينه کي د سوسيال ديموکرات څوکي

آيدان اوزوګوز
آيدان اوزوګوزانځور: picture-alliance/dpa

د سوسيال ديموکرات ګوند د کابينې غړي کابو معلوم دي: د ګوند اوسنی مشر، زيګمار ګابرايل به نه يوازي د صدراعظمي ميرکل مرستيال وي، بلکي د اقتصاد او انرژۍ د ستر وزارت دنده به هم پر غاړه ولري. د سوسيال ديموکرات پارلماني مشر، فرانک والتر شتاين ماير به د بهرنيو چارو وزير شي، دا دنده هغه په پخواني ايتلافي حکومت کي هم پر غاړه درلوده. د سوسيال ديموکرات ګوند عمومي منشي، اندريا ناليس به د کار وزيره شي.

د نوموړي ګوند د مالي چارو مسووله، باربره هيندريکس به د چاپيريال ساتني وزارت پر غاړه واخلي. د سوسيال ديموکرات ګوند د رئيس مرستياله، مونويلا شوسيګ به د فاميلي چارو وزيره او زارلند ايالت د اقتصاد اوسنی وزير، هايکو ماس به د فدرالي حکومت د عدليې وزير شي. د رپوټونو له مخي د آلمان په تاريخ کي په لومړي وار په فدرالي کابينه کي د ګډوالو چارو وزارت هغه چاته وسپارل شي چي هغه خپله د کډوالۍ ريښي لري. د سوسيال د يموکرات ګوند د رئيس دوهمه مرستياله، آيدان اوزوګوز، به چي مور او پلار يي ترکان دي د کډوالو، مهاجرو او ادغام په چارو کي د دولت وزيره شي.