1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان خارجه وزیره اسلام آباد کې له افغان مهاجرو سره ویني

۱۴۰۱ خرداد ۱۶, دوشنبه

د آلمان د باندنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک د دوشنبې په ورځ و پاکستان ته خپل دوه ورځنی سفر پېلوي. نوموړې به په اسلام آباد کي د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د باندنيو چارو د سيکرټري سهيل محمود سره وگوري.

https://p.dw.com/p/4CKVj
Deutschland Plenarsitzung im Bundestag | Bundestag Annalena Baerbock Bundesministerin des Auswärtigen, Bündnis 90/Die Grünen) während
انځور: Christian Spicker/IMAGO

د آلمان د باندنيو چارو د وزارت په وينا به انا بېربوک په اسلام آباد کي د مدني فعالانو سره ملاقات وکړي. هغه به د آلمان د سفارت د غړو او په همدې شان د آلماني سازمان جي آی زېډ د همکارانو سره ليدنه کتنه وکړي.

زياته سوې چي د دغه ملاقات مرکزي موضوع به د افغان مهاجرو ملاتړ وي. بېربوک به پخپله د افغان مهاجرو سره هم ملاقات وکړي. د زرغون گوند دغه سياستواله به د چهارشنبې په ورځ يونان ته ولاړه سي. دغه آلمانۍ وزيره به د جمعې په ورځ ترکيې ته پسي سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په زرګونو هغه افغانان چې د افغانستان له پخواني حکومت سره یي په مختلفو برخو کې په لوړو پوستونو کار کړی دی، د پاکستان په څیر د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو ته د وتلو په تمه د بې سرنوشتۍ ژوند تیروي. یو شمیر د دوی حتی د شپې تیرولو له پاره د کور یا هوټل د کرایي وسه هم نه لري.