1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د استخباراتي ادارې د مشر لانجه لا ادامه لري

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د آلمان د اساسي قانون د څار د ادارې د رئيس ماسن لانجې حل د ائتلافي حکومت د ماتېدو يوه هڅه وه. خو اوس د ائتلافي حکومت د ګډونوال سوسيال ديموکرات ګوند معين شتېګنر حوصله له لاسه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/358jO
Deutschland Horst Seehofer und Hans-Georg Maaßen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د اساسي قانون د څار د استخباراتي ادارې مشر هنس گيورگ ماسن، د رياست خپله دنده له لاسه ورکوي خو په کورنيو چارو وزارت کې پر يوه لوړ مقام چي د کورنيو چارو غير سياسي معينيت دی، مقرريږي. نوموړی له دې معاملې په مالي توگه هم گټه کوي او د مياشتي به تقريبا دوه زره يورو زيات معاش په لاس راوړي. د دې تر څنګ ويل کيږي چي هغه له زيات وخت راهيسي غوښتل چي دا ياد غير سياسي معينيت په لاس راوړي. دی د آلمان په کېمنڅ ښار کې د ښي اړخه افراطيانو د اخ و ډب وروسته د خپلو څرگندونو له کبله له سختو نيوکو سره مخامخ شوی وو.

خو اوس د ائتلافي حکومت شريک ګوند سوسيال ديموکرات ګوند پر مسيحي سوسيال ګوند سختي نيوکي کوي ولي چي د ماسن د ليري کولو پر ځای يې هغه ته لا ښه دنده سپارل پلان کړې ده. دا په داسي حال کي چي سوسيال ديموکرات ګوند زيات فشار راوړی وو چي ماسن له خپلې دندې ليري کړل شي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند د فدرالې جوړښت معيني نتاشا کوهنن او د دغه ګوند د ځوانانو د څانګې مشر کېوين کيونرت تر ټولو زيات توند غبرګون ښودلی دی. کوهنن د کورنيو چارو د وزير د استعفی غوښتنه کړې ده. کيونرت بيا ويلي چي د ماسن د تبديلۍ او په دې توګه د هغه د ترفيع پرېکړه د «ټولو هغو خلکو پر مخ د سوک په شان دی، چي هره ورځ د خپل کار پر وخت د خپل عمل مسؤليت په غاړه اخلي او که ورڅخه غلطي وسي نو ترفيع خو نه تر لاسه کوي چي نه ترلاسه کوي بلکه له منفي پايلو څخه اندېښنه لري.» کېوين کيونرت د «تاگس تېمن» تلويزيوني خپرونې ته ويلي چي که د هغه باوجوده حکومتي ائتلاف برقراره پاته شي « نو دا به د دغه ائتلاف د بقا له پاره د يو ډېر لوی قيمت ادا کول وي.»

اضطراري غونډو وروسته پرېکړه

دا نيوکي د هغه وروسته رابرسېره کيږي چي د آلمان په داخلي استخباراتي اداره کې چې د آلمان د اساسي قانون د ساتنې فدرالي اداره هم ورته ويل کيږي، د هنس گيورگ ماسن پېر پای ته ورسيد. دا خبره د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د ۱۸مه نېټه) په برلين کې د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل، کورنيو چارو د وزير هورست زېهوفر او د سوسيال ديموکرات گوند د مشرې اندريا ناهلس تر دويمې بيړنۍ غونډې وروسته په ډاگه شوه. د تېرې پنجشنبې په ورځ یې لومړۍ خبرې اترې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې. ماسن تر دې دمخه د آلمان په شرقي ښار کېمنڅ کې د ښي اړخو د اخ و ډب وروسته د خپلو څرگندونو له کبله تر سخت انتقاد لاندې راغلی وو.

Berlin PK Merkel Seeehofer Nahles
انځور: picture-alliance/AP/M. Sohn

نوموړي د آلمان له «بلد» ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې په دې اړه شک ښکاره کړې وو چې په اگست میاشت کې د زاکسن ایالت په ستر ښار کې خارجيان تعقيب شوي ول. په دې توگه دی د يو شمير عيني شاهدانو سره په ټکر کې واقع شو چې په هغوی کې يو شمير ژورنالستان هم شامل ول. همدا راز د ماسن څرگندونې د ميرکل د اټکلونو سره هم په ټکر کې وې او يو شمير څارونکو یې دا کار د صدراعظمې د واک پر ساحې د بريد وتوگه ياد کړ. دا برداشت هغه وخت نور هم پياوړی شو کله چې وليدل شول چې د کورنيو چارو وزير سېهوفر د خپلې تر ټولو مهمې ادارې د مشر څخه په څو ځلي ښکاره ملاتړ وکړ.

د کېمنڅ د پېښو څخه د دې مختلفو تفسيرونو د اخیستو سبب دغلته د يوه آلمانی قتل کيدل وو. د دې قتل په تور دوه پناه غوښتونکي ونيول شول چې يو یې د سه شنبې په ورځ بيرته آزاد کړل شو. د پېښې د پسمنظر او د دې د پايلو په اړه د بحث په ترڅ کې انتقاد کوونکو د ماسن له څرگندونو داسې احساس وکړ چې دی ټولنيز پاريدلی چلن لا پسې پاروي. له «بلد» ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت هم هغه په انترنت کې د خپرې شوې هغه ويډیو پر اصليت شکونه ښکاره کړي ول چې پکښې په کېمنڅ کې پر خارجيانو د احتمالي بريدونو صحنې ليدل کيږي.

Chemnitz Demonstranten der rechten Szene
په کېمنڅ ښار کې د ښي اړخو مظاهرېانځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance

د خپلو نظريو له کبله گرم وبلل شو

ماسن له خپلو څرگندونو سره د کېمنڅ د پېښو د څرنگوالي په اړه سخت بحثونه راوپارول. دا په داسې حال کې ده چې دا ثابته وه چې په دغه ښار کې پر خارجيانو بريدونه شوي ول. مظاهره کوونکو د هټلر په څير سلامي کړې وه او د يهودانو يوه قهوه خانه تر بريد لاندې نيول شوې وه. دا چې د ماسن د معلوماتو سرچينه څه وه، د پارلمان د کنترول د کمېټې د پټې غونډې وروسته او د پارلمان د کورنيو چارو د کمېټې له خوا هم په داگه نه کړل شوه. ويل شوي چې ماسن ونه کړای شول د تيرې چهار شنبې د دواړو غونډو پر وخت ثبوتونه وړاندې کړي. له همدې امله دا برداشت نور هم پياوړې شو چې دی د زېهوفر په ملاتړ خپله اجنډا تعقيبوي.

د ماسن پر چلند لا په ۲۰۱۲م کال کې د دندې د پيل راهیسې نيوکي کيږي. خو تر گوښه کيدو وروسته يوه بل لوړ مقام ته یې تبديلۍ د اپوزيسيون د غړيو سخته غوسه راپارولې ده.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخو مشر بیرند ريزنگر وويل: «دا چې ده ته د نازيانو او ښي اړخه افراطيانو سره د مرستې په بدل کې يو لوړ مقام وړاندیز کیږي، يو گنده جوړ جاړی دی څو زېهوفر او له ناکامۍ سره مخامخ دې ائتلاف ته يو څه مهلت ورکړل شي.»

زرغون گوند او ليبرالانو هم سخت انتقادونه وکړل. يوازې د «آلمان له پاره بديل» گوند د ماسن سره خواخوږي وښووله. په پارلمان کې د دې گوند د جناح مشر اليکساندر گاولند که څه هم چې دا روغه جوړه د ستر ائتلاف د ساتلو له پاره يوه معامله وباله خو په عين وخت کې یې د استخباراتي ادارې د دې پخواني مشر ستاينه هم وکړه.

يوه ماته چې( له مالي لحاظه) بری دی

له دندې څخه د گوښه کيدو سره ماسن په اصل کې تاوان نه بلکې گټه وکړه. دی به د آلمان د کورنيو چارو وزارت د غير سياسي معين په توگه خپل  پخوانی مقام او نفوذ هم بيرته په لاس کي ولري. ده په ۲۰۱۲م کال کې د کورنيو چارو وزارت څخه  تر ۲۱ کالو دندې وروسته استخباراتي ادارې د مشر په توگه په دنده پيل کړی وو. په راتلونکي کې به دی د هورست زېهوفر ترلاس لاندې کار وکړي او معاش به یې هم د مخکې په پرتله ډير وي.

په دې توگه د استخباراتي ادارې د مشر دنده له لاسه ورکول که ماسن ته يوه ماته ښکاري خو په اصل کې یې گټه کړې.