1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان تر پارلماني ټاکنو وروسته د ګوندونو غبرګونونه

۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبه

د آلمان په حکومت کې د میرکل ایتلافي ګوند سوسیال دیموکرات، وویل چې په نوي حکومت کې به برخه وا نه خلي او اپوزيسيون به وي. د آلمان له پاره بدیل ګوند بیا وویل چې د انګلا میرکل له خوا د قانون د ماتولو په اړه به څیړنه وکړي.

https://p.dw.com/p/2kcUI
Bundestagswahl 2017 | Die Grünen - Göring-Eckardt & Özdemir
انځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د ټاکنو د پایلو په اړه د لومړیو وړاندوینو تر اعلان وروسته، د بیلابیلو ګوندونو مشرانو خپلو پلویانو ته ويناوي وکړې. د انګلا میرکل د ګوندونو ایتلاف (CDU/CSU) چې په ټاکنو کې تر نورو مخکښ دي خو د تیرو ټاکنو په پرتله یې رایې له لاسه ورکړي دي، پر دې خبره ټینګار وکړ چې اوس به نو د یوه نوي حکومت د جوړولو کار پیل کړي.

انګلا میرکل خپلو پلویانو ته وویل: «غوښتنه مو تر دې لا د ښې پايلي وه، خو باید واضح ووایو چې تیره دوره سخته او له ننګونو ډکه وه.»

مېرمن انگلا ميرکل تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال
مېرمن انگلا ميرکل تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهالانځور: Reuters/K. Pfaffenbach

هغې زیاته کړه: «خو موږ په هغه ځای کې یوو چې غوښتل مو او دا په دې معنی ده چې موږ به حکومت جوړوو او زموږ پر ضد حکومت نه شي جوړیدای.»

میرکل پارلمان ته د آلمان له پاره بدیل ګوند لار موندنې ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکې کې به داسې سیاستونه خپل کړي چې هغه رای ورکوونکي چې په وروستیو ټاکنو کې د هغې د ګوند تر شا نه دي دریدلي، یو ځل بیا د میرکل د ګوندونو له ایتلاف څخه ملاتړ وکړي: «موږ به په راتلونکې کې له یوې ننګونې سره مخامخ یوو او دا ځکه چې د آلمان له پاره بدیل ګوند پارلمان ته لار موندلې ده، نو له دې کبله باید موږ سخت کار وکړو چې هغه رایې چې مو بایللي دي د خلکو د ستونزو د حلولو له لارې بیرته ترلاسه کړو. دا کار به همداراز د ښې پالیسې جوړولو له لاري وکړو.»

په ټاکنو کې د دویم ځای ګټونکي سوسیال دیموکرات ګوند هم مسيحي ديموکرات اتحاد او سوسيال مسيحي اتحاد د ګوندونو د ایتلاف په څیر په یوه موقعیت کې دی. که څه هم دغه ګوند په دویم ځای کې راغلی دی، خو بیا یې هم د پخوا په پرتله کمې رایې ګټلي دي. د ګوند مشر مارتین شولڅ، په خپله بیانیه کې وویل چې نور به د یوه لوی ایتلاف برخه نه وي او د اپوزیسیون دنده به پر غاړه واخلي. هغه خپلو پلویانو ته وویل: «نن یوه سخته ورځ ده... موږ هغه بریا چې غوښتله مو ترلاسه نه کړه.»

ماتين شولڅ تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال
ماتين شولڅ تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهالانځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

شولڅ وویل: «نن شپه له مسیحي دیموکرات اتحاد او لوی ایتلاف سره زموږ د همکاري پای دی.»

شولڅ ټینګار وکړ چې که څه هم د ګوند رایې یې کمې دي خو بیا به هم له هغو څوکیو سره چې په لاس کې لري د خپل ګوند د اصولو له پاره مبارزه وکړي.

د آزاد دیموکرات ګوند مشر کریستین لیدنر، چې په ټاکنو کې یې ښې پایلې ترلاسه کړي دي په خپلو خبرو کې د ګوند له پلویانو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ: «موږ د آلمان له پاره د بدیل ګوند اصلي مخالف انتخاب یو.»

آزاد دیموکرات ګوند په تیرو ټاکنو کې نه وو توانیدلي چې تر پنځه سلنه ډیرې رایې ترلاسه کړي او په دې ترتیب سره یې په پارلمان کې څوکۍ نه لرلې خو د ګوند نوی مشر لیدنر، وتوانید چې په دې ټاکنو کې د خپل ګوند له پاره ښه ملاتړ رامنځ ته کړي.

کريستيان ليندنر تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهال
کريستيان ليندنر تر ټاکنو وروسته خپلو پلويانو ته د وينا پرمهالانځور: Reuters/R. Orlowski

د آلمان له پاره بدیل ګوند مشرانو هم خپلو پلویانو ته ویناوې وکړې. د دغه ګوند لوړپوړي غړي الیس ویدل، وویل: «درنو رای ورکوونکو. د دې پایلې له کبله ډیره مننه. موږ یې تمه نه لرله.»

هغې وویل چې دغه ګوند ته د آلمان په پارلمان کې د اپوزیسیون دنده ورکړل شوې ده او دغه ګوند به خپلې ژمنې عملي کړي. هغې زیاته کړه: «زه او ښاغلي ګاولند چمتو یوو چې دغه ګوند پارلمان ته ورسوو او ځان ډاډه کړو چې آلمان په راتلونکې کې د تحمل وړ دی.»

وايدل او گاولند تر انتخاباتو وروسته خپلو پلويانو ته راڅرگند سول
وايدل او گاولند تر انتخاباتو وروسته خپلو پلويانو ته راڅرگند سولانځور: Reuters/W. Rattay

د آلمان له پاره بدیل ګوند دغې مشرې دا هم وویل چې پارلمان ته تر رسیدو وروسته به یوه څیړنه پیل کړي چې روښانه شي، ایا د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د مهاجرت د کړکیچ پر مهال قانون مات کړی او که نه.