1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او روسیې د بیا نژدې کیدو هڅې

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

له ۲۰۱۰ کال وروسته یو ځل بیا د لومړي ځل له پاره د آلمان یو ولسشمر ماسکو ته سفر وکړ. ولسشمر فرانک والتر شتاینمایر، له ولسمشر پوتین سره ولیدل او ویې ویل چې د آلمان او روسیې د اړیکې د ښه کولو هڅه باید وشي.

https://p.dw.com/p/2mYkm
Russland Bundespräsident Steinmeier in Moskau
انځور: picture alliance/dpa/Tass/M. Metzel

د آلمان د فدرال جمهوریت په دیپلوماتيک دود کې کابو د دغه هیواد هر ولسشمر د خپل ریاست له پیل سره روسیې ته یو تشریفاتي سفر کوي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو په لا ټینگولو کې مرسته وکړي.

خو د اوسني ولسشمر فرانک والتر شتاینمایر، خلف یوآخیم گاوک چې له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۷ کال پورې د آلمان ولسمشر وو دا کار ونه کړ. گاوک د پخواني ختیځ آلمان د بشري حقونو یو فعال او د کلیسیا ملا پاتې شوی د کرملین له اوسني مشر ولادمیر پوتین څخه یې چندان ښه نه راتلل. ښايي دلیل یې دا وي چې پوتین د روسیې د پخواني استخباراتي سازمان یا «کي جي بي» یو کارکونکی وو او په پخواني ختیځ آلمان کې یې هم دنده تر سره کړې وه. خو د آلمان نوي ولسشمر شتاینمایر دغه دود بیرته له سره پیل کړ.

د کریمیا د ټاپو له الحاق او د اوکراین په ختیځ کې له یاغیانو څخه د روسیی د ملاتړ را په دی خوا له مسکو سره د آلمان په شمول د اروپايي ټولنې اړیکې سختې خړې پړې شوې دي. د مسکو پر وړاندی د احتجاج په توگه امریکا متحده ایالاتو او اروپایانو پر روسیې بندیزونه لگولي دي.

شتاینمایر په خپل دی سفر کې د هغې پوښتنې له پاره د ځواب په لټه کې شو چې څرنگه د دواړو هیوادنو تر منځ نوی اعتماد رامنځ ته شي. هغه له روسیې سره د نژدیوالي له پاره هیله څرگنده کړه.

«پر بیگانه توب بریالي کیدل»

په کرملین کې د روسیې له ولسشمر پوتین سره د لیدنې کتنې په وخت کې شتاینمایر وویل چې هغه به د اوسنیو شخړو په حل کې له هیڅ ډول هڅې څخه سپما ونه کړي: «زه په دی باور یم او پاتې به شم چې موږ په تیرو کلونو کې زموږ د هیوادونو ترمنځ  پر رامنځ ته شوي بیگانه توب باید بریالیتوب تر لاسه کړو.»

هغه وویل چې د خپل هیواد د ولسشمر په توگه غواړي د خپلمنځي اړیکو د ښه کولو له پاره مرسته وکړي. شتاینمایر وویل: «په دې لاره کې موږ باید له یو بل سره خبراترو ته کښینو او تل دا هڅه وکړو چې هغه شخړې سره حل کړو چې موږ یې سره بیل کړي یو.»

که څه هم شتاینمایر د کریمیا الحاق او د اوکراین کړکیچ څخه نوم وا نه خیست، خو د هغه له څرگندو څخه داسی ښکاریده چې مقصد یې همدا ستونزې دي چې د مسکو او د آلمان او اروپايي ټولنې اړیکې یې تاواني کړي.

د روسیې ولسشمر پوتین هم د دواړو هیواونو د اړیکو د ښه کیدو له پاره هیله څرگنده کړه خو دا چې نوموړې ستونزې به څرنگه حل شي، دواړو ولسمشرانو  نه پرې خبرې وکړی او نه یې هم  ترې کومه یادونه وکړه. پوتین وویل: «زه هیله لرم چې د آلمان د ولسمشر دا لیدنه کتنه هغه یو خوځښت رامنځ ته کړي چې زموږ خپلمنځي اړیکې سره ټینگي کړاي شي.»

له ټاکلي وخت څخه زیات د دواړو ولسشمرانو خبرې دری ساعته دوام وکړ او سر بیره پر دی د روسیې په میدیا کې له شتایمایر څخه ډير زیاته ستاینه وشوه چې د ولسشمر په توگه له روسیې څخه لیدنه کتنه کوي.