1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ائتلاف د مهاجرينو پر چټک ارزولو سره سلا سول

۱۳۹۴ آبان ۱۵, جمعه

د آلمان د ستر گوندي ائتلاف مشرانو د مهاجرو له بهران سره د مبارزې پر سر پيدا سوي نوي اختلافات ليري کړل. په دغه غونډه کي پر نورو سربيره دوی د مهاجرو د نوم ثبتولو مراحلو پر چټکېدو باندي هم سره سلا سول.

https://p.dw.com/p/1H0vT
PK Flüchtlinge Transitzone Angela Merkel Horst Seehofer Sigmar Gabriel
انځور: picture-alliance/dpa/B.v.Jutrczenka

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د آلمان ائتلافي گوندونه تر څو اونيو جنجالونو وروسته تيره شپه پر دې سره سلا سول چي د مهاجرو له کړکېچ سره مبارزې ته چټکتيا ورکړي.

تر غونډي وروسته د درو سرو گوندونو CDU، CSU او SPD مشرانو وويل چي په ټول هيواد کي به د مهاجرو له پاره له درو څخه تر پنځو کمپونو پوري جوړ سي چي ټول مهاجر له لومړی هلته انتقاليږي او هلته به د پناه غوښتني پر دوسيو باندي چټک غور کيږي.

د آلمان ستر ائتلاف د مهاجرو د ثبتولو په مرکزونو کي د دوسيو د ژر څېړلو پر سر په سره سلا کېدو سره په دې وتوانېدل چي د دغو گوندونو ترمنځ هغه اختلاف له منځه يو سي چي د مهاجرو له پاره د ترانزيت مرکز د جوړولو په اړه پیدا سوی وو.

تر غونډي وروسته د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل وويل چي دوی په دې لاره کي يو ښه گام واخيست. د سوسيال ديموکراتانو گوند مشر زيگمار گابريل وويل چي تر سرحدونو دباندي به ترانزيت مرکز نه جوړيږي. د بايرن ايالات د کريست سوسيال ائتلاف مشر هورست زيهوفر وويل «ده هيڅ وخت داسي وړانديز نه وو کړي چي يوه بندي خانه دي جوړه سي، لکه پر ده باندي چي سوسيال ديموکراتانو تور لگولو وو.»

په دې غونډه کي د افغان مهاجرو د ايستلو په اړه يوازي دومره ويل سوي دي، چي له افغان حکومت سره ئې په اړه خبري رواني دي او يوې موافقې ته به سره ورسیږي.

د ائتلافي گوندونو د مشرانو په غونډه کي پريکړه سوې ده چي د مهاجرو د نوم ثبتولو دوه مرکزونه به په بايرن ايالت کي وي. د هر مهاجر دوسيه به له دوو څخه تر درو اوونيو پوري ژر څېړل کيږي پريکړه به کيږي چي هغه پاتېدای سي که نه. او که چيري ئې د پناه غوښتنه رد سي له هغه ځايه به ډېر ژر بيرته خپل هيواد ته لېږل کيږي.

دوی به له دغو مرکزونو د وتلو يعنی په کورونو يا نورو سیمو کي د اوسېدو اجازه نه لري، تر څو چي دوسيې ئې نه وي بشپړي سوي. ويل سوي کله چي مهاجر له کمپه وزي يوازي د کډوالو چارو ادارې له مامورينو سره اجازه لري چي ووځي.

که چير يو څوک د کمپ قوانين مراعت نه کړي له مرستو بې برخي کيږي. که دغه کار دوهم وار وکړي يعنی د کمپ قوانين مات کړي اخراجيږي. دغه مقررات د هغو مهاجرو له پاره هم دي چي په نظم راوستلو کي مرسته نه کوي.

يو بل کار چي کيږي هغه د مهاجرو له پاره د پيژند پاڼي يا يو ID کارت جوړول دي چي په هغه کي به د ياد کس ټول مشخصات ثبت وي. دا کارت بيا دا هم ښيي چي هغه د پناه غوښتنه کولای سي.

اروپايي ټولنه او رد سوي پناه غوښتونکي

د اسيا او اروپا په غونډه کي هم د مهاجرو کړکیچ موضوع شامله وه. افغانان، پاکستانیان او بنگله دیشان باید ژر خپلو هيوادونو ته ولیږل سي، ځکه د اکثرو پناه ئې په اروپا کي نه منل کیږي.

په لوکسامبورگ کي د ASEM یا اسیا او اروپا په کنفرانس کي بیا هم سمدلاسه د مهاجرو پر بحران باندي خبري وسوې. اروپايي ټولنه غواړي دا واضح کړي چي هغه پناه غوښتونکي چي رد سوي وي بیرته لیږي، تر څو نور په وبیروي او د راتگ جرأت ونه کړي. خو دا خبره بیا په عمل کي مشکله وي.

له بنگله دیش او افغانستان سره د بیرته لیږلو هیڅ تړون وجود نه لري. قانوني اساسات نسته او باید اول پر هغه باندي کار وسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل