1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د آسیه بي بي خاوند له ترمپ څخه د مرستې او پناه غوښتنه کړې

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

د آسیه بي بي میړه عاشق مسیح له نړیوالو مشرانو غوښتي دي چې له کورنۍ سره یي له پاکستانه په وتلو کې مرسته وکړي. آسیه بي بي دین ته د سپکاوي په تور له اتو کلونو راهیسې بندي ده او تیره اوونۍ یې سترې محکمې د اعدام سزا لغوه کړه.

https://p.dw.com/p/37ftX
Pakistan Fall Asia Bibi | Familie
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

خو د سترې محکمې له لوري د تیرې چهارشبنې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۳۱مه) په دغه قضیه کې د آسیه بي بي د آزادیدو پریکړې سربیره هم، هغه په زندان کې ده.

د هغې خاوند عاشق مسیح، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د بریتانیې لومړۍ وزیرې تریسا مې او د کاناډا لومړي وزیر جستن ترویدو، ته خواست کړی دی چې له کورنۍ سره یي له پاکستانه په وتلو کې مرسته وکړي.

د سترې محکمې له لوري د آسیه بي بي د سزا د لغوه کیدو وروسته د تحریک لبیک پاکستان، په نوم سخت دریځې ډلې په احتجاجونو لاس پورې کړ او د عمران خان حکومت يي تړون ته اړ کړ، څو احتجاجونه ختم کړي. د دغه تړون له مخې حکومت به د دغه قضیې په هکله د بیا عرض کولو مخه نه نیسي او پر دې سربیره به له هیواده د آسیه بي بي د وتلو د مخنیوي په برخه کې اقدامات کوي.

په بریتانیا کې د پاکستاني عیسیویانو ټولنې له لوري په ویډیویي پیغام کې عاشق مسیح، ویلي دي: «زه د متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ څخه له پاکستانه د وتلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوم. زه د بریتانې له لومړۍ وزیرې هم د مرستې غوښتنه کوم، زه د کاناډا له لومړي وزیره هم غوښتنه کوم.»

له اسلام آباده د دویچه ویله د ځایي خبریال هارون جنجوعه، له لوري په رااستول شوي ویدیويي پیغام کې عاشق مسیح همدغه غوښتنه تکراروي. د شنبې په ورځ د آسیه بي بي مدافع وکیل د یو شمیر انديښنو له کبله نامعلوم اروپایي هیواد ته سفر وکړ.

آسیه بي بي د ۲۰۰۹م کال په جون میاشتې کې وروسته له هغې ونیول شوه، چې ګاونډۍ یي شکایت وکړ چې د اسلام پیغمبر په هکله یي ناسمې څرګندوي کړي. د پاکستان دننه او د باندې د بشري حقونو د سازمانونو پر سخت مخالفت سربیره یو کال وروسته آسیه بي بي د «توهین رسالت» د قانون له مخې د مرګ په سزا محکومه شوه.

د روان میلادي کال د اکتوبر په اتمه نیټه د پاکستان سترې محکمې پر دې قضیه غور وکړ او د مخکنیو دواړو ټیټو محکمو پریکړه یې فسخه کړه. په ۲۰۱۰م کال کې د اعدام د سزا پر وړاندې دا د آسیه بي بي وروستۍ عریضه وه.

په ۲۰۱۴م کال کې د لاهور لوړې محکمې آسیه بي بي ته د ځایي محکمې له لورې د اعدام سزا برقراره ساتلې وه. د بخښنې نړیوال سازمان پر دغه پریکړې نیوکې کړې وي. په ۲۰۱۵م کال کې د نوموړې مدافع وکیل په ستره محکمه کې د تمیز غوښتنه کړې وه.

په ویره کې ژوند

د شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې د آسیه بي بي، میړه د حکومت او تحریک لبیک پاکستان تر منځ تړون باندې نیوکه کړې وه. هغه وویل: «زه، زما کورنۍ او دوستان ټول په ویره کې یو. داسې هیڅ تړون باید نه وای شوای. د سترې محکمې درو قاضیانو په دغه قضیه کې د هر ډول حالاتو او پيښو، ټولو اړخونو، د فکتورونو د تحلیلولو، د ضد او نقیض څرګندونو د مطالعه کولو وروسته پر حقایقو ولاړه پریکړه وکړه.»

عاشق مسیح په خپله مرکه کې زیاته کړه: «اوسنی وضعیت زموږ له پاره ډیر خطرناکه دی. موږ هیڅ امنیت نه لرو او یو ځای او بل ځای پټیږو او تل خپل ځای بدلوو. زه فکر کوم چې د محاکمې په ورځ به علما ستره محکمه محاصره کړي. زه په دغه ورځ [محکمې] ته له ورتګه ډیره ویره لرم.»

د یکشنبې په ورځ قمر رفیق، چې د آسیه بي بي له کورنۍ سره دی، دویچه ویله ته په یوه غږیز پیغم کې وویل چې هغوی تر ډیر فشار لاندې دي.