د IAA نندارتون له نوو موټرو پرده پورته کړه
د آلمان فرانکفورت ښار په دغو ورځو شپو د موټرو د نړۍ پاملرنه ځان ته اړولې ده. د IAA د موټرو نړيوال نندارتون په ۶۶ وار پرانيستل شوی دی. په دغه نندارتون کې ۲۱۰ موټرونه په لومړي ځل نندارې ته وړاندې کيږي. يو څو دلته ليدلی شئ.
د هرې ورځې موټر
دا موټر بايد لږ پخوا راوتلی وای، خو دا چې تل به نوي تغييرات په کې راوستل کېدل، نو د آوډي شرکت د منځنۍ طبقې مودل A4 په معرفۍ کې لږ ځنډ راغی. تر ټولو نوې ټکنالوژۍ د آلمان په اينګولشتات ښار کې ورزياتې شوې دي، لکه ديجيټل يا برېښنايي کاکپيت.
د راتلونکي موټر
دا د اوپل شرکت «آسترا» نومی کوچنی موټر دی، چې په فرانکفورت کې يې پنځم پر له پسې مودل راووت. نوې «آسترا» به د پخوانو په پرتله لا سپکه وي او جاليزې آسانتياوې لکه بې مزي انترنېټ په کې غښتلی او ځانګړی ځای لري.
تر IAA پورې پټ ساتل شوی موټر
فولکسواګن په فرانکفورت کې د «تيګوان» دويم پر له پسې مودل ښېي، چې د «ګولف» مودل پر بنياد SUV يعنې سپورټي جيپ ډوله موټر دی. د پروژې د پټوالي له امله د هغه انځورونه نشته. انتظار به ورته وباسو، خو په دې ترڅ کې د «ګولف ۷» سرلوڅی مودل درته لرو، چې پټ موټر يې پر بنياد جوړيږي.
د راحت سفر له پاره
د دغو دواړو مودلونو تر منځ د انسان نيم عمر تېر شوی دی: شا ته مرسيدس بېنڅ W 111 په سرلوڅې بڼه وينئ. مخکې د مرسيدس S کلاس ولاړ دی چې د ۴۴ کلونو راهيسې د لوکس کلاس لومړنی سرلوڅی موټر دی. د دغه موټر سيالان بېنټلي او رولس رويس د لوکسو موټرو شرکتونه دي.
بريتانوی سرلوڅی موټر
دا دی رولس رويس. بريتانويان هم ډېر سرلوڅي ګرځي. دغسې سرلوڅي مودلونه پخوا هم موجود ول، لکه سيلوَر شېډو، کورنيش او بيا فېنټوم دروپ هېډ. اوسنی مودل Dawn نوميږي چې ماشين يې ۶۳۰ HP يعنې د ۶۳۰ آسونو سره برابر قوت لري.
د BMW مخکښ مودل
د BMWشرکت، له نوي 7 مودل سره فرانکفورت ته راغلی دی. دغه لوکس ليموزين ډېرې نوې ټکنالوژۍ رانغاړي، لکه د اشارو په واسطه د هدايت يو سيستم. سربېره پر دې به د SUV X1 په نوم سپورټي چيپ ډوله موټر هم ډېر نندارچيان په ځان رامات کړي.
د کنډ و کپرو لارو موټر
که د چا خوښه وي او که نه: SUV يعنې چيپ ډوله موټر ډېر مينه وال لري. هر شرکت داسې يو مودل بازار ته را ايستلی، خو د Jaguar شرکت چيپ تصور چا تر اوسه نه شوای کولای. دا دی، داسې موټر اوس په فرانکفورت کې نندارې ته راوتلی دی. خو مشتريان بايد لا تر راتلونکي دوبي پورې ورته اتنظار وباسي.
هو، بېنټلي هم
دا دی بل سيال سپورټي جيپ ډوله موټر. د Jaguar په پرتله له تصوره لېرې د بېنټلي يو SUV برېښېده. خو د Bentley شرکت مشر وايي چې د دوی مشتريان په اوسط ډول اته موټرونه لري، چې دوه يې تل د SUV مودلونه وي. هغه هم کېدای شي دی اوس ورباندې وپلوري. دغه موټر دوه ټنه وزن او ۶۰۰ HP زور لري.
دا «سره جوليا» ده
دغه سور موټر يو افسانوي موټر دی. د جوليا په نوم د آلفا روميو شرکت موټر د BMW 3 مودل سره سيالۍ ته دانګي. له دې کبله هغه ۵۱۰ برابر د آسونو زور، او له صفر نه سلو کيلومترو ته په ساعت کې سرعت ته په ضرف د ۳،۹ ثانيو رسيږي. په مخکښ مودل کې بانېټ، چت او د محور يا چورليځ يوه برخه له کاربون موادو څخه جوړه ده.
يو نوی کلاسيک موټر
د بورګوارد په نوم پخوا مشهور شرکت اوس لا د چا په ياد دی؟ په دغه نوم تر ۱۹۶۳ م کاله پورې په برېمن ښار کې موټرونه جوړېدل چې تر ټولو مشهور مودل يې «ايزابېلا» نومېدله. اوس دغه شرکت بيا راژوندی شوی دی. په فرانکفورت کې د BX7 مودل په نوم يو SUV ډوله موټر نندارې ته وړاندې کيږي چې په چين کې جوړيږي. په انځور کې د بورګوارد ډېره پخوانۍ بڼه وينئ.