1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د CIA او ISI مشران تر خپل منځ د ترينگليتا د لږولو هڅي کوي

۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مرکزي استخباراتي اداري، CIA پرون وويل چي د پاکستان د استخباراتي اداري ISI سره يې اړيکي پر يوه کلک بنسټ ولاړي دي.

https://p.dw.com/p/RHLM
امريکا د پاکستاني پوځ سره په مليارډو ډالره مرسته کړې تر څو د تروريز سره سخته مبارزه وکړي.
امريکا د پاکستاني پوځ سره په مليارډو ډالره مرسته کړې تر څو د تروريز سره سخته مبارزه وکړي.انځور: picture alliance/dpa

CIA وروسته له هغه دا خبره وکړه چي د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر سره يي وليدل. واشنګټن ته دISI د مشر،جنرال شجاع پاشا سفر په داسي وخت کي وسوچي، د دواړو ملکونو ترمنځ اړيکي لا ترينګلي دي.

د CIA د مرکزي استخباراتي شبکې وياند جورج لټل د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي د دواړو مشرانو ترمنځ ليدنه کتنه ډير ګټوره وه.

هغه زياته کړه: « د ليون پينټا او جنرال شجاع پاشا خبري ګټوري وې او دا چي د دواړو هيوادونو د استخباراتي شبکو تر منځ اړيکي پر کلک بنسټ ولاړي دي.»

دCIA وياند دا هم وويل چي: « د امريکا د متحده ايالاتو او پاکستان په پراخه کچه دوه اړخيزه ګډي گـټي لري. د خپل ګډکار په هکله موږ خپله ژمنتيا يو ځل بيا په خپلو ننيو خبرو کي تکرار کړه چي پکښي د ترهګرو د شبکو پر ضد مبارزه هم راځي چي د دواړو هيوادونو لپاره ستر ګواښ دی.»

د جنورۍ په مياشت کي د CIA د يو اجير مامور لخوا د ۲ پاکستاني ملکي وګړو وژني د پاکستان د عامه خلکو غصه را پارولې وه. په عيني وخت کي د دواړو ادارو ترمنځ بي اعتمادي او د بې پيلوټه الوتکو پر سر ناندري ډيري زياتي سوي وې.

تيره مياشت په جنوبي وزيرستان کي د يوې بې پيلوټه الوتکي په بمي بريد کي۳۵ ملکي کسان ووژل سول. دا پيښه چي د پاکستان د پوځي او ملکي خلکو لخوا په کلکه وغندله سوه د دواړو ملکونو تر منځ د ترينګلتيا لامل سوې وه.

تر دې پيښي وروسته د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د القاعدې او طالب اورپکو پر خلاف د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کي ښکاره کموالی راغی.

امريکايي چارواکو ويلي چي پاکستاني چارواکي له دي سر ټکوي چي د اورپکو خلاف چي د امريکايي شبکو لخوا کوم ګامونه پورته کيږي اسلام آباد په هغي نه خبرول کيږي. اوس د دواړو ملکونو افسران پر دې خبري کوي چي څنګه کولای سي په ګډه توګه سره همکاري وکړو.

يو امريکايي چارواکي AFP ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي چي پر نورو موضوعاتو سربيره «پاکستان د ځينو مسايلو د شفافيت غوښتنه کړې چي اوس غور پر روان دی.»

هغه زياته کړه « اصلي خبره چي ډيره ضروري ده هغه د دواړو هيوداونو تر منځ د امنيت دپاره د ګډ کار اړتيا ده چي دغه کار له ډيرو ننګونو سره مخ دی.»

په اسلام آباد کي د امريکي سفير کيمرون مونټر د دوشنبي په ورځ د دواړو هيوادونو تر منځ « د کړکيچونو ورځو» څخه يادونه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چي داوړه هيوادونه به وکولای سي چي خپلي اړيکي د سره نوي کړي.

د امريکا متحده ايالاتو د پاکستاني پوځ او ملکي ادارو سره د ملياردونو ډالرو مرسته کړې تر څو وکولای سي د تروريزم د خطر د مخنيوي او په ګاونډي هيواد افغانستان کي د تروريزم پر خلاف جګړه کي کوټلي ګامونه پورته کړای سي.

امريکايي چارواکو په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ لخوا د اورپکو پر خلاف د پوځي عملياتو څخه نا هيلي څرګنده کړې ول، او د پاکستان استخباراتي ادارې ISI يې د ځينو اورپکو ډلو سره په تړاو تورنه کړې وه.

خو کارپوهان په دي نظر دي چي پاکستان په افغانستان کي د خپل ګاونډي دښمن هندوستان د نقش څخه ويريږي، نو ځکه پاکستان د ځينو اورپکو ډلو سره خپلي اړيکي ساتي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل