1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: ډیره مځکه له غاصبانو خلاصه سوه

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د مځکي مافيا، د دوى د حکومتدارۍ پر وړاندي جدي ستونزي پيښي کړي دي او شاوخوا۷۲ زره جريبه دولتي مځکه ئې غصب کړې ده.

https://p.dw.com/p/14UES
انځور: DW

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په يوه خبره غونډه کي ويلي دي چي په خوست کي د زورواکانو له لوري د مځکو غصب روان دئ.

د هغه په خبره، د ولسونو په مرسته ئې له غاصبانو سره جدي مبارزه پيل کړې ده او په پايله کې ئې د تېر کال راهيسي په خوست کې د مافيايي کړيو له منگولو خڅه ۲۴زره جريبه غصب شوې دولتي مځکه نيولې ده او بېرته ئې د دولت ملکيت ته سپارلې ده.

«د خوست د ١٢ فاميليو او د نوي ملکي هوايي ډګر د جوړيدو سيمه هغه ځايونه دي، چې د زورواکانو له منګولو مو خلاص کړي دي او اوس پکښي غټي پرمختيايي پروژې رواني دي.»

د خوست والي اوس هم انديښنه لري چي يو شمېر زور واکان او د مافيا غړي هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو دولتي مځکې غصب کړي او په وينا ئې ددې مځکو د غاصبانو تر شا په کابل کي د يو شمېر لوړ پوړو چارواکولاس هم شته.

دا يوازي خوست نه دئ چي چارواکي ئې د مځکو له غصب څخه سر ټکوي، بلکي ددغه هيواد په نورو ولايتونو لکه هرات، بلخ، کندهار او زابل کي هم د مځکو له غاصبانو څخه سرټکول کيږي.

د کندهار ولايت اوسيدونکي وايي چي هلته خو ان ددفاع وزارت مځکي داسي خلکو لاندي کړي چي ريښه ئې د افغانستان ډيرو لوړپوړو چارواکو ته رسيږي او دا چي قبالې هم ورباندي جوړي سوي دي.

ددغه ښار یو تن اوسيدونکي د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي دداسي مځکو چي قبالې ورباندي جوړي سوي او بيا پر خلکو پلورل کيږي ښه بېلگه ئې د عينو مېنه ده.

«زما ښه په یاد دي چي د عينو مېني مځکي د هغه وخت ښاروال عبدالله پوپل په دې خاطر داوطلبۍ ته وړاندي کړې چي هلته د ناداره کندهاريانو له پاره ځايونه جوړ او هغوی ته په قسط ورکړل سي خو تاسو اوس وگورئ په هغه کي څوک ژوند کوي او چاته ورکړل سوې.»

په بلخ کي خو ان له خلکو څخه مځکي په زوره په لږ پيسو رانيول کيږي او بيا وروسته هغه مځکه د ښاروالۍ له نقشې سره سم نمره کیږي او پر خلکو پلورل کيږي.

د کابل د شېرپور پروژې په خو ان په نړيوالو رسنيو کښي داسي ډولونه ووهل سول چي له مخي ئې وزيران يو له بل سره لاس او گريوان سول.

ددې پروژې د مخنيوي او سپيناوي خبره چي هر څارنوال يا وزير کړې ده هغوی اوس په دولتي ادارو کي نور کار نه کوي.

فريدالله ظاهر/نجيب الله زيارمل
کتونکی: نجيب الله زيارمل