1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست کې د پیازو او کچالو ۲۲۰ سړې خونې جوړیږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

په خوست کې د زراعت ریاست په چوکاټ کې د کروندګرو د محصولاتو د ساتلو لپاره د پیازو او کچالو د سړو خونو د جوړیدو چارې له ګربزو ولسوالۍ پیل شوې.

https://p.dw.com/p/3cGyA
Afghanistan Provinz Khost Kühlhäuser werden gebaut
انځور: DW/F. Zahir

د دغو پروژو د پرانستې پرمهال د خوست والي محمد حلیم فدایي وویل، چې د زراعتي محصولاتو د تولیدو او بازار ته د هغې په ښه ډول وړاندې کولو په موخه د خوست په ۱۲ ولسوالیو او مرکزي واحدونو کې د پیازو او کچالو ۲۲۰ سړې خونې جوړوي، چې په دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

د دې ترڅنګ د میوه جاتو د وچولو ۳۰ بستې هم باغوانانو ته توزیع شوې. د خوست والي وویل: «دغه پروژې د زراعت وزارت له لوري د باغدارۍ او مالدارۍ ملي برنامې په چوکاټ کې عملي کیږي او په مجموعي ډول ۹۵ میلونه او پنځه سوه زره افغانۍ لګښت پرې کیږي. دا سړې خونې به د پیازو او کچالو په کیفیت او بیو ډېراغېز وکړي».

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره سړو خونو په خوست کې شتون نه درلود او دا یو ستره اړتیا وه چې اوس به کروندګر ترې ګټه پورته کړي.

Afghanistan Provinz Khost Kühlhäuser werden gebaut
انځور: DW/F. Zahir

نوموړی وایي، چې په هره سړه خونه کې له لسو تر پنځلسو ټنو محصولات ساتل کیدلی شي او په مجوعي ډول به د ولایت په کچه ۲۴۵۰ ټنه پیاز او کچا لو پکښې وساتل شي. هغه زیاتوي: «په خوست کې مخکې موږ هیڅ د زراعتي محصولاتو سړې خونې نه لرلې. له وزارت څخه مو په بیا بیا غوښتي چي دا پروژې راوړې.  دا به له کروندګرو سره د زراعتي محصولاتو په ساتنه کي مرسته وکړي او د هغوی لپاره به ښه اقتصادي تمام شي.»

ځایي خلک او بزګران دغو سړو خونو او د میوه جاتو د ساتنې بستو ته خوشاله دي او وایي چې پخوا یې د هوا د خرابولي او بازار ته په وخت نه وړاندې کولو له امله پیاز، کچالو او نور زراعتي محصولات خرابیدل او ډېر اقتصادي زیان به یې لیده.

یو تن بزګر سیدالله وویل، چې پخوا د دوی محصولات په ارزانه بیه بازار کې خرڅیدل او ځینې به یې ګاونډیو هېوادونو ته وړل کیدل، چې هلته په سړو خونو کې تر ساتلو وروسته په ژمي کې خوست ته بیا په لوړه بیه راوړل کیدل.

د نوموړي به خبره اوس به خپل محصولات خپله ساتي: «د فصلونو په موسم کې زموږ سبزیجات ارزانه پلورل کیدل، ځینو به بیا پاکستان ته وړل، چې هلته له ساتلو وروسته به بیا دلته قیمته را واردیدل.  اوس به موږ خپل سبزیجات او محصولات دلته ساتو، وخت په وخت به یې بازار ته وړاندې کوو، اوس به اقتصادي تاوان نه کوو، خپله د خوست پیاز، کچالو او سبزیجات به تازه تازه بازار ته وړو او بیې به یې هم ښې شي.»

د خوست ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د دغو سړو خونو د پروژو ۹۰ سلنه لګښت دوی ورکوي او لس سلنه یې خپله بزګران پکښې برخه اخلي.

فریدالله ظاهر، خوست