1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست کي محلي پوليس دندي پيلوي، خلک ويره لری

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

د خوست امنيتي چارواکي وايي، چي ډير ژر به د دغه ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کي سيمه ييز پوليس په دندو وگماري. د خوست امنيه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځي وايي، چي د دې پوليسو په رامنځته کيدو سره به امنيتي وضعيت ښه سي.

https://p.dw.com/p/11qi4
«د محلي پوليسو په نوم د امنيتي ځواک رامنځته کيدل د تيرو حکومتونو د مليشو بڼه لري»
«د محلي پوليسو په نوم د امنيتي ځواک رامنځته کيدل د تيرو حکومتونو د مليشو بڼه لري»انځور: AP

ځاځي د دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د سيمه ييزو پوليسو د جوړولو لومړۍ ډله به د خوست په ځاځي ميدان کي جوړه کړي او وروسته به دا لړۍ پسي وغځوي.

خو د خوست عام اوسيدونکي په دي ولايت کي د سيمه ييزو يا محلي پوليسو جوړول او رامنځته کيدل د انديښني وړ بولي.

دوى وايي، چي د محلي پوليسو په نوم د امنيتي ځواک رامنځته کيدل د تيرو حکومتونو د مليشو بڼه لري او زياتره به هغه کسان د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته ور ودانګي، چي هغوى په بېلابيلو بدو کړنو کي لاسونه لري.

د خلکو انديښنو ته په کتو د خوست امنيه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځى وايي، چي سيمه ييز پوليس له اربکيو سره په توپير د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کي رامنځته کيږي.

هغه زياتوي، چي په سويل ختيځ زون کي به د قومي دودونو له مخي اوسني نوي رامنځته کيدونکي سيمه ييز يا محلي پوليس ښه نتيجه ورکړي.

دا په داسي حال کي ده چي، د کندوز په ګډون په يو شمير ولايتونو کي عام خلک د محلي پوليسو له کړونو راضي نه دي.

هغوی وايي، چي محلي پوليس له خلکو څخه په زور عشر او ذکات ټولوي او تر څنګ يې په وسله والو غلاوو کي هم ښکيل دي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زیارمل