1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

خوست امنیه قوماندان جنرال سيد احمد بابازی ووژل شو

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د خوست امنیه قوماندان جنرال سيد احمد بابازی د سړک غاړې د ماين په یوه چاودنه کې له خپلو څو سرتیرو سره وژل شوی دی. د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې د هغه سکرتر او دوه تنه ساتونکي شامل دي.

https://p.dw.com/p/3bvRq
Afghanistan | Anschlag | Khost
انځور: DW/F. Zaher

د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازي تېره شپه د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پولیسو له پوستو لیدنه کولو چې بمي چاودنه پرې شوې ده.

د خوست والي محمد حلیم فدایي دویچه ویله ته د خوست امنیه قوماندان سید احمد بابازي وژل کیدل تاید کړل. نوموړي وويل چي، ښاغلی بابازی تېره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینخېلو سیمې د خواجه رحیم کلي په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی.

فدايي د امنیه قوماندان د وژل کیدو په هکله وویل چې ولایتي اداره، ولایتي شورا، علماوو شورا، مدني ټولنې او په ټوله کې د خوست ولسونه د خوست پر امنیه قوماندان برید پر نظام، ولس او خاورې برید ګڼې او په کلکو ټکو د دې بزدلانه برید غندنه کوي.

والي زیاته کړې چې دښمن د سولې له پروسې څخه غواړي، چې خپل ځانونه اکمال او تجهیز کړي او تر هغوی چې دوی خپلو تروریستي هدفونو ته نه وي رسېدلي؛ سوله یوازې د بهانې په توګه کاره وي.

د خوست له امنیه قوماندان سره د هغه سکرتر او دوه ساتوونکي یې هم وژل شوې دي.

Afghanistan | Anschlag | Khost
انځور: DW/F. Zaher

د خوست امنیه قوماندان به ډېر کله په شخصي موټرو کې ښار او ولسوالیو ته راوتو، د خلکو ستوونزې به یې اوريدلې او د پولیسو حال او احوال به یې پوښته.

د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازی د رسنیو پر وړاندې کم راڅرګندید، خو میاشت وړاندې یې د خبریالانو له پاره ځانګړي جوړه کړې میلمستیا کې لاسته راوړنې په ډاګه کړې او له ځینو مسایلو یې ګیلې لرلې.

د خوست اوسیدونکو په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه د خوست امنیه قوماندان وژل کیدل غندلې دي او هغه یې د هېواد یو اتل سرتیری یاد کړی دی.

فریدالله ظاهر خوست