خوب او سبوس لرونکي ډوډۍ پر شکرې د اخته کیدو خطر کموي
۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبهدوو نوو څیړنو ښودلې ده چې څنګه کولی شو له «دیابتس ۲ ډوله» ناروغۍ څخه پر اخته کیدو ځانونه وساتو. د شکرې ناروغي په اصل کې په بدن کې میتابولیک اختلال دی چې له امله یې د انسان بدن د انسولين هورمون د تولیدولو توان له لاسه ورکوي او د شکرې په دې نوع یا ډول کې بدن په مخ پر ډیریدونکي ډول د انسولين په مقابل مقاومت ښيي.
د شکرې د ناروغانو له پاره خوب ډیر مهم دی
پوهیږو چې له کم حرکت سره نیمکړی خوب، نا سالمه تغذیه او «دیابتس ۲ ډوله» مرض یو بل سره مل وي، خو سره له دې هم څیړونکي تر څه مودې مخکې پورې ډاډمن نه وو چې له دغو دریو څخه کوم یو یې د دیابتس له امله په بدن کې د ګلوکوز د نه منل کیدو سبب ګرځي.
د چاپان یوه پوهنتون پر موږکانو باندې د یوې تازه څیړنې په ترڅ کې معلومه کړې ده چې په شپه کې له ۶ ساعتونو لږ خوب پر شکرې ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي. په دې څیړنه کې ولیدل شول چې هغو موږکانو چې لږ یا ناقص خوب يې کاوه، د وينې شکر یې لوړ شوی وو. سربیره پر دې د دغو موږکانو په ځیګر يا اينې کې د ترې ګلسرید مادې تولید هم لوړ شوی وو.
ترې ګلسرید هغې وازدې ته وايي چې په بدن کې د انسولين په مقابل کې د بدن د مقاومت رامنځته کولو له عواملو څخه شمیرل کیږي چې دا بیا پر شکرې د اخته کیدو له خصوصیاتو څخه ګڼل کیږي.
ناقص خوب سربیره پر دې د ځیګر د انزایمونو د تغیيرېدو سبب کیږي چې په ځيګر کې دننه د میتابولیزم یا د خوراکي موادو د سوځولو دنده په غاړه لري.
د علمي څیړنو پایلو ښودلې ده چې نیمګړی او ناقص خوب په هر صورت کې پر «دیابتس۲» ډوله ناروغۍ د اخته کیدو خطر زیاتوي.
له سبوس لرونکي ډوډۍ سره د شکرې خطر کمول
همدرانګه هغه کسان چې هره ورځ له سبوس لرونکي ډوډۍ یا په اصطلاح د تورو اوړو، جودر او یا وربشو له ډوډۍ څخه استفاده کوي پر شکرې ناروغۍ د اخته کیدو خطر یې لږ وي.
یوه سویډني پوهنتون او د ډنمارک یوه څیړنیز مرکز د ۵۵ زره داسې کسانو چې د شکرې ناروغي یې نه درلوده خوراکي رژیم تر څیړنې لاندې نیولی وو. دغو کسانو هره ورځ چې کوم ډول سبوس لرونکي ډوډۍ خوړله هغه به یې له ځان سره یادداشت کوله.
څیړونکو وروسته له ۱۵ کلونو څخه دوی یو وار بیا ور وغوښتل. د آزموینو یا معایناتو نتیجې وښودله چې هغو کسانو چې هره ورځ يې سبوس لرونکې ډوډۍ خوړلې وه پر «دیابتس ۲ ډوله» شکرې د اخته کیدو خطر یې کم وو.