1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد له روسانو سره د افغان سولې په هکله خبرې کړي

۱۳۹۷ آذر ۱۷, شنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې په هکله یې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي کوربتوب کړی او د افغانستان د سولې په تړاو یې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/39hxj
US-Politiker Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مسکو کې د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال سره د افغانستان د سولې د لړۍ په هکله خبرې کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په حواله خلیلزاد د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو د وزارت له معین ایګور مورګلوف او همدا راز د افغانستان له پاره د مسکو له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خبرو اترو تمرکز د افغانستان په اوسني وضعیت او په افغانستان په جګړه کې د ښکیلو دواړو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو د پیل کولو له پاره د نړیوالو هڅو د برخې په توګه د امریکا او روسیې پر همکاریو خبرې کړي دي.

تیره میاشت مسکو د افغانستان په هکله د یوه کنفرانس کوربه هم وو چې پکې د لومړي ځل له پاره د طالبانو استازو او د افغانستان استازو پکې ګډون وکړ.

روسیه وايي چې دوی هڅه کوي د افغانستان د سولې په برخه کې د یوه منځګړي نقش ولوبوي ځکه په خبره یې په افغانستان کې د جګړې تداوم په مرکزي آسیا کې د روسیې او د دوی د متحدینو ګټې ګواښي.