1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

خلیلزاد بیا په کابل کې څه کوي؟

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

اسوشیتد پرس خبري آژانس د چارواکو په حواله ویلي چې خلیلزاد کابل ته تللی چې د بندیانو د یوې تبادلې له پاره لاره هواره کړي چې په ترڅ کې یې امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس، آزاد شي. طالبان بیا انس حقاني غواړي.

https://p.dw.com/p/3SKDI
Zalmay Khalilzad
انځور: Reuters/O. Sobhani

دغه دواړه چې په کابل کې د امریکايي پوهنتون پروفیسران ول، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د طالبانو په بند کې دي. خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، پاکستان ته خپل سفر پای ته تر رسولو وروسته کابل ته ورسید. ویل شوي دي چې هغه اوس له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې له پاره لاره هواروي چې دغه موضوع کیدای شي د افغانستان د سولې خبرو اترو له بیا پیلیدو سره هم مرسته وکړي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د خلیلزاد له هڅو خبر دي، او د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کړې دي ځکه په رسمي توګه یې په دې اړه د معلوماتو ورکولو اجازه نه لرله.

طالبان د دغو دوو بهرنیو د آزادي په بدل کې، د نورو تر څنګ د انس حقاني چې د سراج الدین حقاني کشر ورور دی، د آزادیدو غوښتنه هم کوي. دغه رپوټونه لا تر اوسه پورې طالبانو، امریکایي چارواکو او افغان حکومت په رسمي توګه نه دي تایید کړي.

(ms/sr (ap