خلیلزاد بیا افغانستان، قطر، پاکستان او اماراتو ته سفر کوي
۱۳۹۷ آبان ۱۸, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نوامبر میاشتې۸ نیټه) ویلي دي چې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو په موخه د رواني میاشتې له ۸ نه تر ۲۰ نیټې پورې افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو ته سفر وکړي.
تر دې وړاندي په تیره اکتوبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو دغه ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو له ځينو استازو سره هم ولیدل. خلیلزاد په نوي نقش کې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد د سفر په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې لیکلي: «د اکتوبر په میاشت کې افغانستان او سیمې ته د خپل سفر پرمهال، ځانګړی استازي خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ څو د مذاکراتو له پاره باصلاحیته ټیمونه جوړ کړي. نوموړي هغه مهال د سولې په برخه کې د دواړو ښکیلو اړخونو اقداماتو هڅولی وو.»
اعلامیه زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات یوې داسې سیاسي پخلاینې ته متعهد دی چې په پایله کې یې [په افغانستان] کې جګړه پای ته ورسیږي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې د امریکا له ملاتړه برخمن افغان امنيتي ځواکونو او دولتي بنسټونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغې ډلې همداراز د خپل ځواک د ښوولو له پاره پر ځينو ستراتیژیکو ولایتونو او ولسوالیو باندې هم بریدونه کړي.
تیره میاشت د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي ول چې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د خبرو پرمهال خلیلزاد د طالبانو له مشرتابه وغوښتل څو په افغانستان کې یو شپږ میاشتینی اوربند اعلان کړي. د دې کار په بدل کې طالبانو د افغانستان په زندانونو کې د خپلو زندانیانو د آزادیدو او له افغان ځواکونو سره د ګډو جنګیدونکو بهرنیو ځواکونو چټک لیرې کیدل غوښتي دي.
بل لوري ته په کابل کې د امریکا سفارت په تیره اکتوبر میاشت کې د زلمي خلیلزاد د سیاسي سفر په تړاو په خپره شوې اعلامیه کې له طالبانو سره د خلیلزاد د ملاقات پخلی نه دی کړی.